تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري پرون /سې شنبه/ په پاکستان کې د لومړي ځل لپاره وویل چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ په عملیاتو کې د حقاني شبکې ګوزار خوړلی دی.
جان کیري د پاکستان د لنډ سفر په ترڅ کې ومنله چې د پاکستان د پوځ عملیاتو نه یوازې دا چې په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکې ته زیان اړولی بلکې له کبله یې په افغانستان کې د دې شبکې د حملو توان لږ شوی دی.
خو له دې څرګندونو سره سره جان کیري پوره ډاده نه و چې د حقاني شبکې ته اوښتی زیان موقتي دی او که دایمي.
ده پاکستاني مشرانو ته وویل چې د پاکستان له لوري د (ضرب عضب) په نوم د عملیاتو په نتیجه کې به د حقاني شبکې ته د اوښتي زیان په اړه وروستۍ نتیجه ګیري وروسته وکړي.
امریکايي چارواکي وايي، داسي ښکاري چې پاکستان د لومړي ځل لپاره د ښو او بدو طالبانو ترمنځ توپیر نه کولو نه راضي شوي دي.
په همدې حال کې امریکا د پاکستان د پوځ دښمن ملا فضل الله د نړیوالو ترهګرو په لیست کې شامل کړ او د هغه پر شتمنیو یې بندیز اعلان کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې ملا فضل الله یې نړیوال ترهګر پېژندلی دی.