تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري یو وار بیا وویل، پاکستان باید د حقاني شبکې او لشکر طیبه پر ضد اقدام وکړي.

امریکا او د سیمې اکثره استخباراتي ادارې د حقاني شبکه په افغانستان کې د خونړیو حملو مسووله بولي او وايي چې د دې شبکې مشران په شمالي وزیرستان کې اوسي او له هماغه ځایه حملې تنظیموي.

له بلې خوا هند وايي چې د لشکر طیبه تروریستي ډله په ځانګړي ډول په کشمیر کې تاوتریخوالی کوي.

د هند په باور د پاکستان پوځ او استخبارات د طالبانو او حقاني شبکې په شان د لشکر طیبه ملاتړ هم کوي.

جان کیري وویل، پاکستان باید د ترهګرو ډلو پر ضد د مبارزې په برخه کې ‌ډېرې هڅې وکړې.

ده چې د چهارشنبې په ورځ د هند د ټکنالوژۍ په انستیتیوت کې خبرې کولې، وویل«ښکاره ده چې پاکستان باید د هغو ډلو پر ضد چې په تروریستي فعالیتونو کې برخه لري، جدي اقدام وکړي، زیاتې هڅې وکړي او زموږ سره همکاري وکړي. موږ دا موضوع پوره څرګنده کړې چې پاکستان باید د سرزورو ډلو پناهځایونه بند کړي. سرزوري نه یوازې د هند او پاکستان اړیکې زیانمنوي بلکې په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره زموږ هلې ځلې هم له خنډ سره مخامخوي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په عین حال کې وویل چې پاکستانیانو په خپله خاوره کې له تروریزمه زیات تاوان کړی او تر ۵۰ زره زیات کسان یې وژل شوي دي.

ده وویل، کله چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد اقدام کوي، د دغو سرزورو ډلو له سخت غبرګون سره مخامخ کېږي. نو پر دې اساس امریکا باید له پاکستان سره زیاته مرسته وکړي او باید د دغه هیواد ستونزې درک کړي.

افغان چارواکي بیا د پاکستان پر ارادې شک لري او وايي چې دا هیواد د افغانستان د کمزورولو او د پاکستان غوښتنو ته د افغانانو د تسلیمولو لپاره د ترهګرو ملاتړ کوي.

د ډېرو افغان نظرخاوندانو په باور پاکستان فکر کوي چې د طالبانو په وسیله به د افغانستان حکومت او د تېرو ۱۵ کلونو پرمختګونه له منځه یوسي او افغانستان ته به یو ځل بیا داسي سزا ورکړي چې سل کاله نور سر د یوه هیواد په توګه پورته نه کړای شي.

په نوي یمه لسیزه کې د نجیب الله د حکومت له پرزېدو وروسته، نوازشریف د پاکستان د صدراعظم په توګه ویلي و چې افغانستان ته یې داسي ګوزار ورکړی چې په سل کاله کې به بیا سر پورته نه کړای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *