پاسنی عکس د اسوشیتید پریس خبریال عبدالسلام خان د موبایل ټېلفون په وسیله اخیستی او وايي چې ویجاړ شوی موټر د اختر محمد منصور دی.

تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري نن /یکشنبه/ وویل، د طالبانو پر مشر ملا اختر محمد منصور د دې لپاره برید وشو چې نوموړي امریکايي پوځیانو او افغان ملکیانو ته ګواښ پېښاوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د نیپال په پلازمېنه کتمندو کې له خبریالانو سره د خبرو په مهال د منصور پر ضد د امریکا د بې پېلوټه الوتکې د شنبې د ورځې د حملې دلایل څرګند کړل، ویې ویل:

«منصور د امریکايي پرسونلو، افغان ملکیانو او افغان امنیتي ځواکونو لپاره خطرناک و، همداراز نوموړي د سولې د خبرو مخالفت کاوه.»

جان کیري وویل:«که څوک د سولې مخه نیسي او د خلکو وژلو او ګواښلو ته دوام ورکوي، موږ له دې پرته چې ځواب ورکړو، بله لار نه لرو.»

ده زیاته کړه، امریکا له ډېره وخته د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د پخلاینې د پروسې ملاتړ کوي څو له دې لارې په افغانستان کې سوله راشي خو منصور د سولې د خبرو مخالف و.»

وسله والو طالبانو لا هم د خپل مشر د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا چارواکي او د افغانستان حکومت وايي چې منصور د شنبې د ورځې په حمله کې وژل شوی دی.

ویل شوي چې د منصور پر ضد په حمله کې، چې د بلوچستان په احمدوال سیمه کې وشوه، څو بې پېلوټه الوتکو برخه لرله.

ځیني ناتایید شوي راپورونه وايي چې منصور د ایران پولې ته نژدې په نښه شوی دی. څرګنده نه ده چې دی چیري روان و.

پاکستان پخوا په خپله خاوره کې د امریکا حملې غندلي خو د پرونۍ حملې په اړه یې تراوسه څه نه دي ویلي.

له منصور سره په موټر کې یو بل تن هم وژل شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د بې پېلوټه الوتکو په برید کې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور وژل کېدا تایید کړه. خو امریکايي رييس ویلي چې احتمالاً منصور وژل شوی دی.

د ارګ یوه ویندوی هم ویلي چې له راپورونو دغسي ښکاري چې منصور وژل شوی دی.

د افغانستان اجرايي ربييس هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان حکومت د امریکا د بې پېلوټه الوتکو په وسیله د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور وژل کېدا تاییدوي.

ښاغلي عبدالله ویلي چې منصور د جګړې د پای ته رسولو لپاره د افغانستان د خلکو او حکومت غوښتنو ته تل منفي ځواب وایه، په پردي هیواد کې یې پناه اخیستې وه او په چل او دوکه یې حقیقتونه پټول، خلک یې وژل او د مخدرو موادو د قاچاق او وحشت ترڅنګ یې د افغانستان د پرمختګ مخه نیوله.


له درنو لوستونکو مننه چې زموږ تېروتنه یې رااصلاح کړه. اصلاً پلازمېنه نه بلکې هیواد اشتباه لیکل شوی و. د ټولو دې کور ودان وي. تاند

8 thoughts on “جان کیري: پر منصور د دې لپاره برید وشو چې د سولې مخالف و”
  1. کتمندو د نيپال مرکز دی، د برما يا ميانمار پلازمېنه د رنگون ښار دی. دا ډېره مهمه خبره نه ده، خو بيا هم رسنيو ته په کار دي چې ليکنه يې له هره پلوه سمه او کره وي.

  2. یوه ضروری تصحیح؛
    د برما یا میانمار پایتخت کتمندو نه ده
    د پایتخت نوم یی نایپیداو ده
    Naypyidaw

  3. اللهم اشفل الظالمون بالظالمین.ط صدقالله العظیم :دغه د الله (ج) حکم دۍ چی په ظالم باندی ظالم مسلط کوی. اوبله داسی فرمایی چی الله رب العزت ظالم قوم ته لارښوونه نه کوی . اود پایلی په دود جهانی صیب داسی لیکی :::: د سرونو په بازار کی چی څوک زر خوری ««»» عاقبت به په همدی بازار کی سرخوری.

  4. (ده. د نپال پلازمينه كتمندو ده. د برما يا ميانمار پلازمينه رنگون(يانگون

  5. په هغه امارت پسې د اور ولګیږی چې نه په کور په کرار وی نه په صحرا.
    وایی چاه کن خودش در چاه . ملا منفور خپل خلک په اور کې سوځول او خرمرګی به یی روزل ، خپله د خرمرګو په شان په خپل موټر کې کباب شو. د آخرت به یی لا څه حال وی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *