تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري چین تشویق کړ چې د افغانستان د مسلې په حل کې مخکښ رول ولوبوي.

جان کیري پرون /شنبه/ په نیویارک کې د افغانستان، امریکا او چین په درې اړخیزه غونډه کې وویل، نړیواله ټولنه له افغانستان سره همکارۍ ته ژمنه ده.

د متحدو ایالتونو د باندنیو چارو وزیر وویل چې چین د افغانستان او سیمې په امنیت او اقتصادي وده کې مهم رول لوبولی شي.

چین وروسته له دې چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني بیجنګ ته لاړ د افغانستان په مسله کې رول زیات کړی او ویل کېږي چې د چین د هڅو په نتیجه کې پاکستان د جولای په اوومه طالبان په مري ښارګي کې د افغانستان د حکومت له استازو سره خبرو ته حاضر کړل.

په همدې حال کې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د شنبې په ورځ د افغانستان د بیاودانولو په غونډه کې ګډون وکړ.

په دې غونډه کې د افغانستان اجرايي رييس عبدالله عبدالله او د ترکیې د صدراعظم مرستیال هم برخه لرله.
سرتاج عزیز غونډې ته وویل چې په افغانستان کې سوله نژدې ده.

ده تاکید وکاوه چې پاکستان چمتو دی چې په افغانستان کې د سولې د راتلو د ملاتړ لپاره هر راز مرسته وکړي.

د غونډې ټولو برخوالو په افغانستان کې د پخلاینې پر اړتیا ټینګار وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *