د ۱۳۹۳ هجري لمریز کال د لانجمنو او پیکه ټولټاکنو ټغر نور په ټولېدو دی، خو دې ټاکنو په افغانانو داسې تت تاریخ تجربه کړ چې شاید تر دې دمه یې هېڅ کله مزه څکلې نه وه. دې ټولټاکنو د ښاغلي کرزي د دیارلس کلن دېموکراتیک نظام او د افغانستان د اساسي قانون د مدافعینو ټولې لاپې دروغ ثابتې کړې. په تېرو دیارلس کلونو کې د دوی په خوله افغانانو د ډېر څه مسؤولیت په خپله غاړه واخیست چې ټول یې دروغجن وو، ښه ثبوت یې همدغه ټولټاکنې دي. د امنیتي واک سپارلو څخه یې درواخله، تر مالي، قضایي واک او آن د ټاکنو د پروسې تر واک پورې، هسې په نامه کرزی چیغې وهي چې رهبري او مدیریت یې افغانان کوي. د کرزي ټولې هغه چیغې نمایشي وې چې ګواکي زه د ټولټاکنو په کمېسیون کې هېڅ بهرنی کارکوونکی یا سلاکار نه غواړم. ځکه د دغې پروسې له لمړیو څخه د بهرنیو څارونکو په نامه کسان ځای پرځای شوي وو او اوس خو بېخي هر څه بربنډ شول.

دغه ټولې بې ځایه پرړلې یوې خوا ته پرېږدئ. دغو دوو کاندیدانو افغانستان ته د جان کېري په وسیله داسې تور نوم ورکړ چې نور به د ګران هېواد د تاریخ هېڅ پاڼه له شرمه ونه ځلېږي.  دې دوو کاندیدانو په تېره ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله جان کېري ته په ډېرې آسانۍ لاره پرانېستله څو د افغانستان تېر زرین سیاسي ضریب له صفر سره ضرب، د دېموکراسۍ پر بنسټ ولاړ نظام نسکور او د افغانستان اساسي قانون تر پښو لاندې کړي.

جان کېري تر هر څه له مخه د افغانستان د دېم��کراسۍ نظام نسکور کړ. کله چې د دواړو نوماندانو تر منځ شخړه دوی په خپل لاس ډېره کړه. ځان یې ورته راورسولو او د نړۍ د ټولو اصولو خلاف یې د دوو رقیبانو تر منځ د مشارکتي حکومت خبرې راتودې کړې. د نړۍ په هېڅ قانون کې دا نشته چې کله دوه رقیبان په یوه میدان کې لوبه ترسره کړي، یو یې وبایلي او یو یې وګټي بیا د دوی تر منځ امتیازات ووېشي.

له هغې وروسته جان کېري بیا دا شخړه وغزوله تر څو دوی ته د لا ډېرو لاسوهنو زمینه برابره شي. کېري په خپلو ګوتو لیکل شوې مقاله کې لیکلي وو چې نور په افغانستان کې سیاست نشته او هر څه به د جوړجاړی له لارې حل کوو، چې دې خبرې یې د افغانستان تېر دیارلس کلن سیاست، د غازي امان الله خان سیاسي بریاوې، او د داود خان، ډاکټر نجیب او نورو ډېرو رهبرانو ټولې سیاسې هڅې او لاسته راوړنې له خاورو سره خاورې کړې. ده د افغانستان انځور د سیمې او نړۍ په کچه داسې تت وښود چې ګواکي افغانستان نور هېڅ سیاسي موقف او دریځ نه لري. چې له دې څخه بدون له شکه د افغانستان ګاونډي هېوادونه او نور سره لېوان پوره ګټه اخلي او دوی یې یو ډول وهڅول چې کولی شئ اوس هم په افغانستان کې خپلې ګټې ولټوئ ځکه افغانان لا هم ویده دي او  هر سیاسي شعور یې مړ دی، چې ښه بېلګه یې د پاکستان وروستي ګواښونه بللی شو، چې په ښکاره ټکو یې د افغانستان دولت ته وویل چې یا مو غوښتنې ومنئ یا موږ هوایي او ځمکنیو بریدونو ته زور ورکوو.

له هغې وروسته دواړو نوماندانو ملک کېرې ته لاره هواره کړه څو زمونږ په جرګو کې دی خپل لاسونه واړوي او زموږ د ټولو اصولو او مقدساتو خلاف پرېکړې وکړي. په دې ځای کې کرزي هم خپله سیاسي تېروتنه وښوده. ده د خپل کور په مسئله کې مېلمه ته خواشیني وښوده او ورته یې وویل چې زموږ ستونزه حل کړه. جان کېري او ورسره نوماندانو د افغانستان د اساسي قانون هېڅ درناوی ونه کړ او په ناقانونه توګه یې د اجراییوي چوکۍ خبرې کولې او همدارنګه دوی وزارتونه په خپلو منځو کې ووېشل. تر ټولو لوی شرم دا ؤ چې کېري په خپلو ��برو کې په څرګنده توګه وویل چې د رایو پلټنه د ټولټاکنو په پایله هېڅ اغیزه نه لري، او دا پلټنه یواځې د دې پروسې د روڼوالې لپاره ده. دا په دې معنا ده چې د امریکا متحده آیالاتو وار له مخه ولسمشر ټاکلی او د رایو پلټنه د افغانانو سترګو ته خاورې ورشنل دي. د پوښتنې خبره دا ده چې امریکا خو له شک پرته بدون له خپلو ګټو د هېچا او هېڅ شي پروا نه لري. زمونږ ټوله ګوتنیونه په افغان رهبرانو او متفکرینو ده، چې تاسو ولې د افغانانو په سرونو لوبې کوئ؟ کله مو چې پرېکړه په کېري کوله د دومره بې ګناه افغانانو بې ځایه شهیدېدلو او د خلکو د ګوتو پرې کولو ته مو ولې لاره هواروله؟ ولې مو په زړه هېڅ د رحم اوبه نشته؟ تاسو دواړو نوماندانو چې تل به مو ویل چې موږ هېڅ ډول معامله نه کوو، او له همدې کبله ډېرو پاکو خلکو ستاسو په ډېر  ناولي تاریخ سترګې پټې کړې او د یو ملي احساس له مخې له تاسو سره یو ځای شول. ولې مو د هغو خلکو سترګو ته خاورې وشنلې؟ هغه مخور چې د خلکو په منځ کې به یې ویل چې دا پاک خلک دي او له هېچا سره معامله نه کوي، نن به هغه کمپاینر له دې خلکو سره په کومو سترګو خبرې کوي، او څه ډول به عامه خلک په دوی بیا باور کوي؟؟؟

دا ټولې هغه پوښتنې دي چې دملي ګټو په زیان دي، او د پیدا کېدو علت یې بل هېڅوک نه، تاسو  دوه نوماندان او د ارګ زورواکان یاستئ. چې ځواب به یې یو وخت خپلو هېوادوالو او لوی خدای ته حتماْ ورکوئ. او تاریخ به په تاسو ډېره ښه فیصله کوي.

——————————-

د ښاغلیو عبدالله او اشرف غني ترمنځ د ملي وحدت د حکومت په اړه بېلابېل نظرونه څرګندېږي. دا نظرونه د لیکوالو دي او حتمي نه ده چې د دوی نظرونه دې د تاند د تایید وړ وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *