تاند، دوشنبه، د حمل ۱۸ مه: وروسته له هغې چې طالبانو، امریکا او متحدان یې د سولې له تړون څخه په سرغړونې تورن کړل د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د هیواد ځینو ولایتونو کې د طالبانو وروستي بریدونه بېځوابه نه پرېږدي.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل پر خپل ټوېټر لیکلي چې افغان ځواکونه له تېرو څو اوونیو په دفاعي حالت کې دي خو پر دوی د طالبانو د بریدونو دوام کولای شي د افغانستان د سولې بهیر ته زیان ورسوي.
ښاغلي فیصل وایي:”په زابل او بدخشان کې د طالبانو بریدونه بېځوابه نه پرېږدو، موږ د خپلو نړیوالو همکارانو په مرسته طالبانو ته قوي ځواب ورکوو، اوس مسؤلیت وسله والو طالبانو ته متوجه دی چې د سولې په طرف ګامونه اخلي او یا هم خپل تاوتریخوالي او بریدونو ته دوام ورکوي.”
هغه همدارنګه زیاته کړې چې د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د دواړو لورو د بندیانو خلاصولو په اړه په کابل کې خبرې روانې دي چې په وینا یې طالبان باید تاوتریخوالی بند کړي او د سولې په اړه خپل ژمنتیا ثابته کړي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې طالبانو تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې امریکا او د هغوی کورنیو بهرنیو همکارانو له دغه ډلې سره د سولې له تړون څخه سرغړونه کړې ده.
د طالبانو تر اعلامیې وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند وویل چې دوی د دوحې تړون په اساس ټولو پوځي اصولو ته ژمن دي او په دې اړه یې د طالبانو ادعا رد کړه.
سوني لګټ ویلي که چیري وسله وال طالبان د هغوی پر افغان همکارانو برید وکړي دوی یې دفاع کوي.
هر افغان چه ددی ملت بچی دی او په دی وطن کی اوسیژی ، وطن د ناموس حیثیت لری ، د ناموس ساتنه فرض ده