د ملي امنیت شورا وایي، طالبانو په افغانستان کې تاوتریخوالي ته دوام ورکړی چې له امله یې یوازې په تیره یوه اونۍ کې ۲۴ ملکیان وژل شوي دي.
د دغې شورا ویاند جاوید فیصل وایي، د روانۍ اونۍ په لومړیو دوو ورځو کې هم د طالبانو په بریدونو کې ۱۳ ملکیان وژل شوي چې په وژل شوو ملکیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د ملي امنیت شورا ویاند وايي چې دا ملکیان د بغلان، پکتیا، تخار، غزني، غور،فراه، کندهار، کونړ، ننګرهار او هرات په ولایتونو کې د طالبانو د بریدونو په پایله کې وژل شوي دي:” اکثره دا کسان د سړک د غاړې د ماین په چاودنو کې مړه او ټپیان شوي دي”.
جاوید فیصل همداراز د خپل ټویټر په پاڼه په افغانستان کې د اوربند پر ټینګیدو ټینګار کړی او ویلي دي چې د سولې ټینګیدل د تاوتریخوالي پای ته رسیدلو او د ملکي وګړو څخه ملاتړ ته ژمنتیا ته اړتیا لري.
تر اوسه طالبانو د افغان حکومت د دغه چارواکي د دې ادعا په اړه تبصره نه ده کړې، خو دغه ډله په وار وار د سړک غاړې چاودنو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب بلل شوې ده.