جاوید فیصل

تاریخ: 12 اسد 1396

کابل افغانستان : هره وسله واله ډله چې د سولې له پروسې سره یو ځای کېږي، باید په افغانستان کې د امنیت په ټينګښت او د جګړې په کمېدو مثبت اغېز وکړي. د اجرائيه ریاست مرستیال ویاند جاوېد فیصل نن په سپېدار ماڼۍ کې د یوې خبري ناستې پر مهال د دې څرګندونو ترڅنګ زیاته کړه، که چېرې د سولې له پروسې سره یو ځای کېدونکې وسله والې ډلې د جګړې په کمښت او د امنیت په ټینګښت اغېز ونکړي؛ نو له افغانانو سره به پوښتنه پيدا شي، چې د سولې پروسه یو اضافي بحث و.

جاوېد فیصل په ننۍ خبري ناسته کې دغه راز وویل، چې ټولې سیاسي خواوې او ډلې باید د نظام د تقویت، د ملي یووالي د پیاوړتیا او ګډ کار کولو لپاره هڅې وکړي. هغه زیاته کړه، حکومت د ټولو سیاسي ډلو اصلاحي وړاندیزونو او طرحو ته سترګې په لار دی او ټينګار یې وکړ، چې د حکومت غړي نباید حکومتي بحثونه له حکومت د باندې وکړي. نوموړي د حکومت د یوشمېر چارواکیو وروستیو ناستو او غونډو ته په اشارې وړاندیز وکړ، ښه به دا وي، چې دا بحثونه موخو ته د رسېدو لپاره په حکومت کې دننه وشي.

د اجرائيه ریاست د ویاند مرستیال د هرات وروستۍ خونړۍ پېښه وغندله او ویې ویل، مخالفانو کوښښ وکړ، چې په دې برید سره په افغانستان کې مذهبي شخړې پيل کړي؛ خو د افغانانو د ويښتابه له امله یې موخه شنډه شوه.

هغه ټينګار وکړ، حکومت هڅه کوي چې اړونده مسوولان له خلکو سره مخامخ کېنوي، د خلکو ستونزې حل کړي او په سیمه ییزه کچه حکومتوالي فعاله وساتل شي. د فیصل په خبره د همدې موخې لپاره د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله تېره اونۍ غور، نورستان او کونړ ولایاتو ته سفرونه وکړل او وضعیت یې له نېږدې وڅاره.

د اجرائيه ریاست ویاند وویل، د دې سفرونو په لړ کې د یادو ولایاتو امنیتي وضعیت، پراختیايي چارې، سیمه ییزه حکومتولي له نېږدې مشاهده شول، د خلکو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل شول. دغه راز په کابل کې به په دې اړه نورې ناستې د اړونده مسوولانو په ګډون وشي او د خلکو ستونزې به حل شي.

جاوېد فیصل وویل، سره له دې چې افغانستان په تېره یوه نیمه لسیزه کې د پام وړ پرمختګ کړی؛ خو لا هم خپلې نهايي موخې ته چې د ترهګرۍ له منځه وړل دي، نه دی رسېدلی. د نوموړي په وینا، امریکا او ناټو د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره پياوړې اراده لري او هیله من دی چې د ترهګرۍ د محو کولو لپاره د افغانستان غوښتنې د افغانستان لپاره د امریکا په نوې اعلانېدونکې ستراتېژۍ کې ځای پر ځای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *