تاند، چهار شنبه، د قوس ۱۳مه: د ننګرهار ولایتي ادارې تایید کړه چې د نن سهار په برید کې ټپي شوی جاپاني الاصله ډاکټر ناکامورا د خپلو ټپونو له کبله ساه ورکړه.
نن سهار د جاپان د سولې او روغتیايي خدمتونو د موسسې په مشر ډاکټر ناکامورا د وسله والو کسانو په برید کې پخپله ډاکټر ناکامورا سخت ټپي، خو څلور ساتونکي او یو ډرېور یې په پېښه کې ووژل شول.
د ننګرهار په حوزوي روغتون کې د دغه ولایت والي، شاه محمود میاخېل خبریالانو ته وویل، د ډاکتر ناکامورا لومړنۍ درملنه يې جلال اباد حوزوي روغتون کې تر سره کړه او د ښې درملنې په موخه يې د بهرنيو ځواکونو په مرسته د الوتکې په وسيله د باګرام روغتون ته انتقال کړ، خو نوموړي د خپلو ټپونو تاب رانه وړلی شو او ساه یې ورکړه.
هغه وايي، چې ډاکتر ناکامورا له کالونو راهيسې په دې ولايت کې د کانالونو، چيک ډيمونو او کرنې په برخه کې په خدمت بوخت و، چې د سيمې زرګونه کسانو ته يې کاري فرصتونه برابر کړي او ګڼ شمېر پروژې يې پلې کړې.
ده زیاته کړه، چې په هېواد کې د بې ګناه افغانانو پر ضد د نا اعلان شوې جګړې په ترڅ کې دښمنان په هغه کسانو باندې تروريستي بريدونه کوي، چې ابادۍ او سوکالۍ لپاره کار کوي.
پاکستان هیڅ کله نغواړی چی دلته بندونه او چک ډمونه جوړ شی او دی ولس کارکوولو زمینه برابره شی
کچیری دولت غواړی ددی پیښی د غندنی پخاطر باید د کنړ د شال بند ۷۹۸ میګاواټ برښنایی وړتیا لری ورباندی کار شروع کړی نو ځکه خو خارجیان په ملی تدارکاتو اداره کی په زیربنایی پروژو باندی څارنه کوی او نه پریږدی چی ولس او افغان دولت د انرژی او صنعت او کرهڼی په برخه کی او همدارنګه بیکاری له مینځه وړلو کی د ځان بساینی لورته لاړ شی
افغان دولت باید ۱۸ کلنی مرسته شویو راغلو ډالرو په وړاندی مفصل او حساب دهی راپور ولس ته وړاندی کړی چی ولی په دومره پریمانه ډالرو سره سره بیا هم موږ خپل بندونو باندی چی لوړ برښنایی ظرفیت لری او زموږ زیاتره اوبه پاکستان ته روانی دی کار ندی کړی او لا هم تر اوسه کار نکیږی