تاند- په جاپان کې د رېلګاډي شرکت په دې خاطر چې یو رېلګاډی یې تر ټاکلي وخت ۲۰ ثانیې مخکې روان شوی و، له خلکو بخښنه وغوښته.

د توکیو او څوکوبا (Tsukuba ) ښارونو ترمنځ د تګ راتګ کوونکي رېلګاډي د څوکوبا ایکسپریس اداره وايي «په دې خاطر خلکو ته د رسېدلي تکلیف له کبله له زړه بخښنه غواړو.»

شرکت په خپله اعلامیه کې ویلي، ټاکل شوې وه چې رېلګاډی د سهار په ۹ بجې، ۴۴ دقیقې او ۴۰ ثانیې روان شي خو د دې پر ځای په ۹ بجې، ۴۴ دقیقې او ۲۰ ثانیو یې حرکت کړی دی.

د نړۍ په ګڼو نورو هیوادونو کې د جاپاني رېلګاډي شرکت پر بخښنې خلکو راز راز غبرګونونه ښودلي دي. ډېرو د جاپان د دې شرکت اقدام ستایلی دی.

خو په جاپان کې دا یوه نادره پېښه ده چې رېلګاډی تر ټاکلي وخت مخکې حرکت وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *