تاند- یوه وتلي جاپاني ساینسپوه د جاپان په لوېدیځ کې د کوبې ښار په زریکن څېړنیز انستیتیوت کې ځان وواژه.
د ده د کار پر مېز د خپل انستیتیوت له همکارانو سره د خدای پامانۍ لیک وموندل شو.
نوموړی د بنیادي حجرو په برخه کې د جنجالي څېړنیز کتاب یو مولف و.
د جاپان د کیودو خبري اژانس د راپور له مخې ۵۲ کلن یوشکي ساسای د هغه تحقیقاتي ټیم یو غړی و چې په وروستیو کې یې د اسیدو په وسیله د حجرو د ځوانولو ادعا وکړه.
ده او د ټیم ملګرو یې په دوو لیکنو کې ویلي و چې د دوی له لوري اختراع شوې شوه پر موږکانو تجربه شوې او نتیجه یې کامیابه وه.
د دوی لیکنه په نېچر مجله کې چاپ شوې وه خو ځینو ساینسپوهانو د دوی پر ادعا شک څرګند کړ.