تاند- جاپاني څېړونکو یو ډول کېلې جوړې کړي چې پوستکی یې هم خوړل کېدای شي.

د نیوزویک مجلې د راپور له مخې، جاپاني څېړونکو د دې ډول کېلې په جوړولو کې د کنګل د زمانې د بوټو یا نباتاتو د ودې له طریقې څخه کار اخیستی دی.

جاپانیانو په دې ډول کېلو (Mongee) نوم ایښی دی. د دې جاپانې کلمې معنا (بې ساری) دی.

جاپانیانو تر دې پخوا څلورکونجه یا مربع ډوله هندواڼې هم جوړې کړې وې.

د کرنیزو چارو متخصصانو په نباتاتو کې خورا زیات تغییرات راوستي دي، د دوو یا څو بوټو له پیوندولو یې نوي مېوې جوړې کړي چې اوس عامې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *