عبداللطیف قاضیزاده –

کله مو هم فکر کړی چې دفتر، پوهنتون، ښوونځي یا بل ځای ته د تلو لپاره یوه وسیله په خپل بکس یا کڅوړه کې ولرئ او پارګینګ ته هیڅ اړتیا ونه لرئ؟

د کیونیاکو سایټو په نامه یوه چاپانېي انجینیر او د هغه ټیم په کوکاو موټرز کې د لپ ټاپ په اندازه یوه لیږدوونکې وسیله جوړه کړې چې وزن یې تر اوه پاونډه (دري کیلو ګرامه) هم کم دی او د واک کار په نام یادیږې.

۱دا وسیله په اسانۍ سره په یوه بیک یا لاسي بکس کې لیږدولای شو. دا وړوکی ګرځنده موټر څلور ټایرونه لري او سکیټ بورډ یا د سکیټ تختې ته ورته والی لري. دا وسیله د لېتیم په بټریو باندې چلیږې او تر یو سلو شل کیلو ګرامه پورې وزن لیږدولای شې. چلوونکی کولای شي چې وزن د یو اړخ نه بل اړخ  ته واړوي او دا وسیله کنټرول کړي.

د دې وړوکي موټر تیزوالی هم په یوه ساعت کې تر لس کیلومټره پورې دی او کله چې د درې ساعتو لپاره چارچ شې بیا تر یوولس عشاریه دوه کیلومټرو پورې تلای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *