تادامیچي

تاند- ملګري ملتونه وايي، جاپانی دیپلومات تادامیچي په افغانستان کې خپل خاص استازی ټاکي.

د م.م. له یوې خبرپاڼې سره سم، تادامیچي د م.م. د سرمنشي بانکي مون له لوري په افغانستان کې د دې ټولنې د مرستندوی دفتر (یوناما) د مشر په توګه معرفي شوی دی.

تادامیچي تر دې مخکې په افغانستان کې د یوناما د مرستیال په توګه کار کړی دی.

ده دغه راز په کابل او اسلام اباد کې د جاپان په سفارت کې د دیپلومات په توګه دنده ترسره کړې ده.

د ملګرو ملتو د اوسني ځانګړي استازي نیوکلاس هیسم د ماموریت دوره پای ته رسېدلې ده.

ده په افغانستان کې د ملګروملتو د استازي په توګه په وروستیو کې امنیت شورا ته د افغانستان د حالاتو تصویر وړاندې کړ، ویې ویل چې د افغانستان حکومت له ۵ سترو ازموینو سره مخامخ دی او که یې د دغو چلینجونو چاره ونه کړه، کېدای شي افغانستان له ناورین سره مخامخ شي.

ښاغلي هیسم اقتصادي ستونزې، د بې روزګارۍ ډېرېدا، د ناامنۍ زیاتېدا، د یاغیانو د قوت ډېرېدا او ماتېدونکی سیاسي وضعیت د افغانستان د ملي یووالي د حکومت تر ټولو غټې ستونزې وبللې او ویې ویل چې که د دغو مسلو حل ونه لټول شي، ممکن افغانستان له لوی بحران سره مخامخ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *