لیکوال: ضمیر ساپی

که انسانانو ته د ښېګڼو په بدل کې عمر ورکول کېدای؛ نو جاپاني ډاکټر ټېټسو ناکامورا باید لسګونه زره کاله نور ژوند هم کړای وای، خو په تاسف سره باید ووایم، په دې ټولنه کې چې څوک انسانیت ته رښتینی خدمت کوي، د هغوی عمر له بدو او مضره انسانانو له کبله کمېږي، ځکه د ابادۍ او ښېرازۍ دښمنان یې له وخت مخکې د مرګ تدابیر ورته نیولي وي.

د ارواح ښاد ډاکټر ناکامورا له ترورېدو وروسته په افغانستان کې افغانانو ته د هغه د سترو او نه هېرېدونکیو کارنامو په اړه مې یو مستند فلم ولېده چې منځ‌پانګه یې تر ډېره په ننګرهار ولایت کې د کانالونو، مسجدونو، کلینیکونو او نورو پرمختیايي پروژو پر رغولو راڅرخېده.

د ډاکټر ناکامورا په زړه کې د انساني خواخوږۍ دومره ژورې ریښې غځولې وې چې په جاپان کې یې خپل عصري ژوند پرې ایښی و او سلګونه زره کېلو مټره لرې یې د افغانستان په یوه لرې پرته سیمه کې له ګواښونو سره سره د نورو انسانانو د ژوند عصري کولو لپاره پایڅې راپورته کړې وې.

هغه چې د طب ډاکټر و، په پیل کې یې د طب له لارې د افغانانو د خدمت لپاره مټې رابډوهلې وې، خو څه موده وروسته چې پوه شو بشریت ته له دې هم ښه پراخ خدمت کولای شي، سپینه چپن یې لرې کړه او د وچکالۍ پر ضد مبارزه یې کړه، څو په کمه موده کې یې ډېرو خلکو ته صدقه‌یې جاریه ورسېږي.

په دې مستند کې چې د «ان اېچ کې» په نوم یوې جاپاني پروډکشن کپمنۍ له لوري تولید شوی، ښکاري چې ډاکټر ناکامورا د زړه له تله د ننګرهار ګمبیري ډاګ، کاشکوټ او تارانو سیمو ته د اوبو رسولو لپاره شپه او ورځ کار کوي. داسې فکر کوې چې د دې سیمې اوسېدونکي یې خپل خلک دي، دا یې د نیکونو خپله خاوره ده او یا یې تر ټولو خواخوږي خپلوان په همدې سیمه کې ژوند کوي.

هغه په دومره مینه د خلکو په منځ کې د کانالونو په جوړولو لګیا وي چې له عادي کارګرانو سره یو ځای ان درانه کارونه کوي، تېږې پورته کوي، ستر بلډوزر چلوي، څو خلک د وچكالۍ له افاتو او ناوړه پایلو وژغوري.

په دې مستند کې یو ځای ښکاري چې خلک د اوبو نه شتون پر سر یو بل ته د خور، مور او ښځې ښکنځلې کوي او هڅه کوي چې یو بل تر مرګه وډبوي، ځکه په دې سیمه کې د څاګانو اوبه دومره ښکته تللې وي چې د څښلو لپاره هم په ډېرې سختۍ سره پیدا کېږي.

وړاندې خلک د وچاکالۍ، بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ له ستونزو سر ټکوي، ان روغتیايي وضعیت یې تر دې کچې رسېدلی وي چې وچکالۍ خلکو ته ډېرې ناروغۍ هم پیدا کړي وي. همدا راز خلک دې حالت ته رسېدلي وي چې ځینو ته په مړه ګېډه خواړه هم نه رسېږي. 

د ګمبیري دښته چې تر دې مهاله په کې هېڅ زرغون بوټی لا څه چې د غره تېږې یې هم د ډېرې وچکالۍ او تودخې له کبله ورستې شوې وي، خو په دې مهال کې پر دې خلکو یوه انساني پرښته چې په زړه کې یې انسانیت ژورې ریښې غځولې وي، نازلېږي.

دا بشردوست انسان جاپانی ډاکټر ټېټسو ناکامورا نومېږي چې تنګې سترګې لري، پر سر یې له تورو سپین وېښتان ډېر لېدل کېږي، ږیره خروي، خو بریت پرېږدي، پکول او افغان جامې اغوندې، خو په ونه ټیټ ښکاري.

ناکامورا د دې سیمې خلک راټولوي، د اوبو کانال د جوړولو په اړه ورسره مشورې کوي او ورسره ژمنه کوي چې دا شواړې ځمکې او دښتې به ورته ابادې کړي، خو دی چې د طب ډاکټر و په دې نه پوهېده چې د سېول انجینیري او اوبو رسولو له معیار سره برابره طرحه څه ډول جوړه کړي.

اما هغه چې په زړه کې یې پروت درد نور نه شو زغملی، د خپل مسلک خلاف کار یې هم زړه مات ټکنی نه‌کړ، ځکه هغه په دې سیمه کې د خلکو ناوړه وضعیت له نږدې لېدلی و چې هغوی په څه ډول کړاوونو کې ژوند تېروي او له دې کړاوونو او ناخوالو د خلاصونو په موخه یې د یوې خاکې په جوړولو پیل وکړ، څو د کونړ له سینده یو اندازه اوبه جلا کړي.

هغه د همدې چمتوالي پر مهال له کلیوالو سره لکه د یوه کلیوال افغان په څېر جامې یې پر تن کړې وي او هغوی ته یې د کانال د ګټو او ښو پایلو په اړه کله په ماته ګوډه پښتو، کله انګلیسي او کله په جاپاني ژبو قناعت ورکاوه چې دا کانال یې د اولادونو راتلونکی تضمینوي او له ډېرو ناروغیو به یې وژغوري.

ناکامورا د خپلې موخې د بشپړولو لپاره بالاخره اړ شو چې بېرته جاپان ته لاړ شي، هلته په یوه زوړ جاپاني کتاب کې د یوه کانال طرحه ګوري چې د څه ډول سېول انجینیر تخنیک له مخې جوړه شوې ده، څو همغه طریقه د مروارید کانال لپاره هم پلې کړي.

له جاپانه وروسته هغه د ۲۰۰۳ میلادي کال په مارچ میاشت کې د دې کانال په رغولو پیل کوي چې دا نیک اقدام یې د ډېرو بزګرانو له هرکلي سره مخامخ کېږي، ان ځینې کسان له ډېر لرې ځایه د څو افغانیو په بدل کې د کار کولو لپاره درومي، څو شاړې ځمکې یې ابادې شي.

یوه ورځ چې دوی ته څېرمه په نږدې کلي کې د امریکايي او طالب ‌وسله‌والو تر منځ جګړه کېږي، امریکايي چورلکې د هغه ملګري هم په نښه کوي، وروسته امریکايي ځواکونه بښنه غواړي چې برید ترې سهواً شوی دی، خو د وچکالۍ پر وړاندې د ناکامورا جګړه همداسې دوام پیدا کوي.

یوه ورځ د اوړي سوځوونکې ګرمي چې تودخه یې له ۴۰ درجو لوړه وي؛ ناکامورا خلک هڅوي چې کار ته دوام ورکړي، هغه په دې مستند کې ښکاري چې د تیږو یوې ګابیین یا مرنډ ته له نورو کارګرانو سره په ګډه پښې ورته کوي، څو د اوبو مخه پرې ونیسي او اوبه د کانال خوړبند ته پورته شي. همداراز له ۱۶ کیلو مټره لرې ځایه د څو ټنو په اندازه له غره سترې تیږې انتقالوي او د سیند په څنډه کې یې اچوي چې د کانال خولې ته د اوبو چټکتیا لا زیاته شي.

د بشر مینه‌وال او د محبت مالامال دا انسان وړاندې وايي، تر دې وړاندې به په دې سیمه کې خلکو د ډېر غربت له کبله له نورو غلاوې کولې، له طالبانو سره به یو ځای کېدل او یا به د طالبانو خلاف ملېشو ته ورتلل، خو په وینا یې هر څوک غواړي په سوله‌ییز چاپېریال کې ژوند وکړي او د پرمختیايي پروژو رغول یوازېنۍ ښه لاره ده چې سوله‌ییز ژوند ته مخه کړي او زیاتوي، د کرنې په موخه یو کانال جوړول له سلو ډاکټرانو ډېر ګټور تمامېدای شي.

دا زړه سواندی انسان چې له انسانیت سره یې خورا زیاته مینه لرله، له اووه کاله پرله‌پسې بې‌خوبیو، ستړیاوو، ګواښوونو، لمر او توخې ګاللو وروسته د مروارید کانال په رغولو بریالی شو.

د سلم‌پور په نوم د یوې سیمې اوسېدونکی د دې کانال تر بشپړېدو وروسته وايي، په دې ځای کې څو کاله وړاندې زرغون بوټی لا څه چې مرغان په کې د اوبو نه شتون له کبله له تندې مړه کېدل، خو اووه کاله وروسته دا سیمه دومره زرغونه شوې چې خلک په کې شولې، غنم، ټېپر، شوتل، رېقشه، جوار او نور فصلونه کري.

د دې کانال له جوړېدو وروسته په مستند کې ښکاري چې ټوله سیمه له یوې وچې دښتې نه لکه د یوه جنت او ښکلې زړه‌ راښکوونکې منظرې بدله شوې او د زرغونو پټیو او دنګو ونو وږم او خوشبویونه په کې له لرې محسوسېږي. 

په هغه وخت کې چې د پسرلي موسم دی په یو ځای کې ښکاري چې ان د شاتو مچۍ د ګلانو له بوټو د شیري راټولو لپاره پر ګلانو بڼېږي. کلیوالې ښځې او ماشومان پر پولو ګرځي او د خوشالۍ رڼاوې یې له ورایه په مخونو کې ښکاري.

د مني په موسم کې یو بل کلیوال چې د دې کانال په جوړولو کې یې د یوه عادي کارګر په توګه برخه اخېستې وه، وايي، هېڅ یې په ذهن کې دا خبره نه ګرځېدله او باور یې نه کېده چې په ګمبیري دښته کې به اوبه پیدا شي او لور په لاس به د شولو لو وکړي او په وینا یې ځینو خلکو ته چې اوس هم ووايي په ګمبیري دښته کې شولې کېږي، هېڅوک باور نه‌‌کوي.

د دې کانال په جوړېدو سره دا ځای لکه د یوه جنت په څېر زړه راښکوونکی شو، ځکه یو وخت دلته ان د خوړو لپاره هم څه نه‌ پیدا کېږي، خو اوس خلک بېلابېل فصلونه کړي، مېوې کېږي، په زرغونو سیمو کې پسونه څري، خلک کوچ او مستې پلوري، د ګنیو له اوبو ګوړه جوړېږي او ان په دې دښته کې د کونړ له سینده جلا شوي کبان هم  د دې کانال په په اوبو کې پیدا کېږي.

دا سیمه به ښايي د نړۍ یوه کوچنۍ برخه وي، خو بشردوست او انسان دوست ناکامورا په ډېرې مېړانې سره د دې سیمې خلکو ته په داسې جنت بدله کړه چې اوس خلک د اوبو پر سر یو بل ته د خور، مور او ښځې کنځلې نه‌کوي او نه هم د تندې پر سر یو بل د مرګ تر کومې رسوي، بلکې هر یو په خپل پټي کې پر کر او لو بوخت دی او خپلې کورنۍ ته پرې په مړه ګېډه ډوډۍ پیدا کوي.

ناکامورا یوازې په دې کانال بسنه و نه‌کړه. هغه د دې تر څنګ د یوې مدرسې او مسجد په رغولو هم پیل وکړ. څو کاله وروسته د انسانیست دین اصلي پیروان په مرسته او هلو ځلو جوړه شوې مدرسه کې سلګونه ماشومان د اسلام دین زده‌کړو پیل وکړ چې لا هم دوام لري.

له څه مودې وروسته د دې ټولو پروژو د بشپړېدو په مناسبت یوه غونډه راوبلل شوه چې په کې د هغه وخت د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي هم ګډول کړی و.

له دود سره سم پټۍ پرې شوه او ګل اغا شېرزی ډاکټر ناکامورا په غېږ کې اخلي او د ستاینې په موخه یې له ځمکې پورته کوي. په دې مهال کې ارواح ښاد ډاکټر ناکامورا له ډېرې خوښۍ په جامو کې نه ځايېږي او د ډېرې خوشالۍ او مسکا له کبله یې تنګې سترګې په مخ کې ورکې شي، سپین رنګ بریت یې تر غوږونو کش شي او غاښونه یې وځلېږي.

ارواح ښاد ناکامورا چې په ونه ټیټ و، د ډېرې خوشالۍ له کبله یې بېرته هڅه کوله چې ګل اغا شېرزی هم په غېږ کې واخلي او له ځمکې یې پورته کړي، خو د هغه وزن دومره زیات وي چې له ځمکې یې نه شي پورته کولی او د دې نندارې په لېدو سره ټول خلک په لوړ غږ د خوشالۍ خنداګانې وکړي.

ډاکټر ناکامورا وروسته د یوه غره لوړې څوکې ته پورته شي او د ګمبیري دښته چې یوه وخت د مرګ درې په نوم هم یادېدله؛ اوس په کې زرغون پټي دي او دنګې ونې په کې نڅا کوي، د ګلانو وږم یې له ډېر لرې ځایه محسوسېږي او په دې مهال کې ناکامورا د راحتۍ اوږده ساه واخلي او په همدې سره دا مستند فلم ختمېږي.

روح دې ښاد او یاد دې تل‌پاتې!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *