تاند- د جاپان نیکي کمپنۍ د نړۍ تر ټولو مشهوره اقتصادي او مالي خپرنۍ موسسه (فیشننل ټایمز ګروپ) په څه باندې یو ملیارد ډالره (۸۴۴ ملیون پونډه) اخلي.

په دې معامله کې د دې بریتانیايي ګروپ یا فیننشل ټایمز ورځپاڼې په اکانومیسټ او د دې ورځپاڼې د لندن په دفتر کې ۵۰ فیصده ونډه نه شاملېږي.

فیشننل ټایمز، چې ۱۲۷ کاله پخوا یې په خپرونو پیل کړی، هره ورځ څه باندې ۲ ملیونه ګڼې په انګلیسي ژبه چاپېږي او خورا زیات انلاین لیدونکي او له دې لارې عواید لري.

د پیرسن ګروپ د څرګندونو پر اساس، چې له تېرو۶۰ کلونو راهیسي یې فینشل تایمز په کنټرول کې ده، د نویو رسنیو لکه د موبایل، انترنیټ او نورو ټولنیزو رسنیو له چاودېدونکې ودې وروسته یې د فیشننل ټایمز ورځپاڼې د پلورلو پرېکړه کړې ده.

د جاپان د نیکي کمپنۍ له لوري د فیشننل ټایمز د اخیستلو د اعلان له خپرېدو وروسته د دې ورځپاڼې ونډه په سلو کې ۲ زیاته شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *