تاند – له څو لسیزو راهیسي د افغانستان د خورا ارزښتناکو تاریخي او لرغونو اثارو لوټ روان دی خو په وروستیو ۱۵ کلونو کې د لوټ شویو اثارو یوه برخه بېرته افغانستان ته راګرځول شوې او لا هم دا لړۍ دوام لري.
ښايي راګرځول شوي اثار په اوړو کې د مالګې حیثیت ولري خو بیا هم د دې ښکارندويي کوي چې لږترلږه نور په افغانستان کې داسي یو مرکز شته چې لرغوني اثار پکې ساتل کېدای شي.
افغانستان ته د بېرته راسپارل شویو اثارو وروستۍ جوپه له جاپانه راغله.
جاپان د افغانستان تر۱۰۰ زیات لرغوني اثار تازه کابل ته بېرته رالېږلي دي. دا اثار د لرغونو اثارو قاچاقبرانو د تنظیمواکۍ او طالبواکۍ په تورو دورو کې له افغانستانه وړي ول.
د افغانستان حکومت د جاپان د دې نېک اقدام هرکلی وکړ.
په افغانستان کې د ملګروملتو د علمي- کلتوري ادارې یونسکو استازي استازي هم د جاپان د دې اقدام د هرکلي ترڅنګ ویلي چې د جاپان دا کار هغو نورو هیوادونو ته، چې د افغانستان اثار ورته په غیرقانوني ډول وړل شوي، ښه پیغام لري چې د افغانستان تاریخي اثار بېرته ورکړي.
د جاپان له لوري افغانستان ته په بېرته ګرځول شویو اثارو کې د بودايي دورې حیرانوونکې مجسمې، حکاکۍ او انځورونه شامل دي.
تر دې وړاندې بریتانیا، امریکا، ناروې، ډنمارک، سویس او یو شمېر نورو هیوادونو د افغانستان په زرګونو لرغوني اثار بېرته افغانستان ته رالېږلي خو باور دی چې تر دې په ځلونو ډېر نور افغان اثار د بهرنیانو په شخصي موزیمونو او کورونو کې ساتل کېږي.