تاند- جاپان غواړي تقریباً د الوتکې هومره تېز مګلو اورګاډی جوړ کړي.
جاپان پخوا هم د مګلو یا ماګلو رېلګاډي جوړ کړی. دا اورګاډی له رېل یا پټلۍ لږ لوړ حرکت کوي.
د سي این این تلویزیون د راپور له مخې جاپان په ۱۹۶۴ میلادي کال کې، چې د المپیک سیالیو کوربه و، د شینکانس د چټک یا ایکسپریس رېلګاډی افتتاح کړ، چې په نړۍ کې یې د چټکوالي له پلوه ریکارډ جوړ کړ.
توکیو به په ۲۰۲۰ م کال بیا د المپیک سیالیو کوربه وي او داسي ښکاري چې دا ځل جاپان لا چټک رېلګاډی د المپیک لوبو نندارچیانو ته وښيي.
دا مګلو اورګاډی تېر کال د فوجي غره ته نژدې تجربه شو چې په ساعت کې د ۶۰۲ کیلومتره مزل کولی شي چې دا یو بل ریکارډ دی.
حاضردمه مګلو رېلګاډی تر دې په لږ سرعت د چین په شانګهای او چانګهای او د جنوبي کوریا په اینچیون ښارونو کې فعاله دي.
ټاکل شوې ده چې مګلو رېلګاډی د جاپان توکیو او ناګویا ښارونو ترمنځ تګ راتګ پیل کړي. دا رېلګاډی به د دغو دوو ښارونو ترمنځ تګ ۲۵۶ کیلومتره واټن په ۴۰ دقیقو کې ووهي.