تاند، یکشنبه، د جدي ۸مه: د جاپان حکومت د ډاکټر تیتسو ناکامورا د خدمتونو په پاس د هغه کورنۍ ته دولتي ستاینلیک ورکړ.

د گولډ ریز ویت روزیټ په نوم ستایلیک پرون د جاپان لومړي وزیر شینزوابې لخوا د ناکامورا اور او میرمنې ته په ځانګړو مراسمو سره ولمانځل شو.

په دې مراسمو کې د شینزوابې لخوا د جاپان او افغانستان ترمینځ د دوستانه اړیکو جوړولو کې د ټیتسو ناکامورا د رول ستاینه وشوه او د هغه سندونه د دواړو هیوادونو ترمینځ اړیکو پراخولو لپاره ولوستل شول.

۷۳ کلن ناکامورا د پنځو افغان ملګرو سره د دسمبر په څلورمه په ننګرهار ولایت کې د ناپیژندو وسله والو لخوا ووژل شو.

ټیتسسو ناکامورا د PMS په نوم د مرستندویه موسسې مشر و ، چې له ډیری کلونو راهیسې د افغانستان په ختیځ خصوصا په ننګرهار کې فعالیت کوي.

ناکامورا د افغانستان په کونړ سیند د اوبو ۱۱ کانالونه او زېرمې جوړې کړې ترڅو دا اوبه په ننګرهار کې د زرغون ږتیا او کرنیزې ځمکې لپاره وکارول شي.

سربیره پردې ، هغه د ۱۵۰۰۰ ژورو څاګانو په کیندلو او سره په ننګرهار کې ۶۵۰ زره تنو ته د څښاک اوبه چمتو کولو کې مرسته وکړه.

ناکامورا همداراز د هیواد په ختیځ کې دوه جوماتونه او دوه روغتونونه د هم جوړ کړي دي.

تیره ورځ د ناکامورا کورنۍ ته د څلورمې درجې دولتي ستاینلیک د ورکړې په مراسمو کې د ناکامورا لور اکیکو او په جاپان کې د افغانستان سفیر بشیر محبت هم برخه اخیستې وه.

د گولډ ریز ویت روزیټ جایزه د جاپان د دولت ۴ مه درجه جایزه ده چې په نړیوالو اړیکو او بل کوم ځای کې خلکو ته د خدکت له کبله یې جاپان خپلو اتباعو ته ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *