تاند- جاپان وايي چې د ۲۰۱۷ م کال تر پایه به د نړۍ تر ټولو غښتلی او چټک کمپیوټر جوړ کړي.

جاپان د دې پروژې لپاره نولس نیم ملیارد ینه، چې ۱۷۳ ملیون ډالره کېږي، ځانګړي کړي دي.

دا کمپیوټر (AI Bridging Cloud) نومېږي.

جاپانیان هیله لري چې د دغه کمپیوټر سرعت به ۱۳۰ پتافلاپ ته ورسېږي او د چین تر (سن وې تایهولایټ) به، چې اوس د نړۍ تر ټولو چټک سوپر کمپیوټر دی، وړاندې شي.

جاپان غواړي چې له دغه کمپیوټره د سترو دیټاسیټونو د شننې یا انالیزېشن په اړوندو څېړنو کې کار واخلي.

له دې کمپیوټره به تر هر څه مخکې د بې چلوونکو موټرو او طب په برخه کې کار واخیستل شي.

د جاپان د دغه (AI Bridging Cloud) کمپیوټر د پروسیس سرعت د چین تر سن وې تایهولایټ په ځلونو زیات دی.

د چینايي هغه سرعت ۹۳ پټافلاپ دی خو جاپاني ۱۳۰ پټافلاپ ته رسېږي.

یو پټا فلاپ په هره ثانیه کې د زر تریلیون برابر دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *