تاند- د جاپان سفیر نن /سې شنبه/ په کابل کې د افغانستان د اوبو او انرژۍ له سرپرست وزیر سره د اوبو د کنټرول او مدیریت لپاره د ۱۰ ملیون ډالره مرستې موافقه لاسلیک کړه.
په کابل کې د جاپان سفیر مستوجي سوزوکا وویل، افغانستان کرنیز هیواد دی، په سلو کې ۸۸ افغانان په یو نه یو ډول له کرنې سره تړلي دي او کرنیز صنعت د افغانستان د ټول کورني ناخالص تولید په سلو کې تر ۳۰ زیات تشکیلوي.
د جاپان۱۰ ملیون ډالره مرسته به په افغانستان کې پر کانالونو ولګېږي.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر محمد ګل خُلمي د جاپان له سفیر سره د موافقې له لاسلیکولو وروسته وویل، دا پُروژه مرسته کوي چې بې مځکو او بې روزګارو خلکو ته د کار شرایط برابر شي.
تر دې ۴ میاشتې وړاندې هم جاپان په افغانستان کې د ۵ ملیونه او ۲ لکه میندو او ماشومانو د ملاتړ لپاره ۸ ملیونه او یو لک ډالره مرسته اعلان کړې وه.