تاند- د جاپان فضايي اداره وايي، د جامد سونګ موادو (اپسیلن – ۲) توغندی یې په بري فضا ته واستاوه.
دا توغندی، چې ۸ متره اوږدوالی لري، د جاپان په جنوب کې د یوچینورا له فضايي اډې وتوغول شو او سپوږمکۍ یې د مځکې په مدار کې ځای پر ځای کړه.
دا سپوږمکۍ د مځکې د کُرې د شاوخوا وړانګو یا تشعشاتو د څېړلو لپاره مدار ته واستول شوه.
د دې توغندي جامد مواد د دې لپاره دي چې د مځکې په مدار کې د سپوږمکۍ لګښت کم شي.
د سپوږمکۍ د مصرف کموالی په ځانګړي ډول د جاپان لپاره چې له امریکا او اروپايي هیوادونو سره په دې برخه کې سیالي لري، زیات اهمیت لري.