جنایتکار چې تازه یې یو سړی وواژه له ښاره په ګډوډ حالت شلیدلو، خیرنو جامو او چټلو لاسونو یو لرې کلي ته ورسید.
له څو ورځو راهیسې یې څه نه وو خوړلي، په داسې حال کې چې سختې ولږې اخیستی و، دیو دوکان مخې ته ودرید؛ مخامخ ایښودل شویو مالټو ته یې پام شو؛ خو پیسی یې نه درلودې.
هغه زړه نا زړه وه چې له دوکاندار نه مالټې په زور واخلي او که په سوال یې ورڅخه وغواړي. په جیب کې پروت چاقو پسې يې لاس دننه کړ، ګوري چې مالټې ورته نیول شوي، په بیړه یې جیب کې چاقو له لاسه پریښوده او مالټې یې د میوه پلورونکي له لاسه واخیستې.
میوه پلورونکي ورته وویل: وخوره نوش جان دې پیسی نه غواړم!
درې ورځې وروسته له قانون څخه تښتیدلی قاتل بیا د میوه پلورونکو دوکان مخې ته حاضر شو، داځل پرته له دې چې څه ووایي میوه پلورونکو په بیړه څو مالټی ورکړې، قاتل خپله خوله خبرو ته جوړه کړه؛ خوهیڅ یې ونه ویل، مالټې یې وخوړلې او په بیړه غلی پخپله مخه لاړ.
ماښام مهال کله چې میوه پلورونکي خپل دوکان تړلو دیوې ورځپانې په لومړي مخ یې سترګې ولګیدې. ورځپاڼه کې د تصویر په پیژندلو حیران او متردد شو. دا تصویر د هماغه کس و چې په خیرنو او شلیدو جامو به د هغه دوکان مخې ته راتلو او وړیا مالټې به يې خوړلې.
تر تصویر لاندې په غټو تورو لیکل شوي وو: د دې قاتل په اړه معلومات ورکوونکي ته د پولیسو لخوا نغدي جایزه ورکول کیږي.
میوه پلورونکو پولیسو ته خبر ورکړ، پولیسو د قاتل نیولو لپاره سیمه کې څار کولو، څلور ورځې وروسته جنایت کارسړی بیا د میوه پلورونکي دوکان ته راځي، همغه جامې یې پرتن وي چې ورځپاڼه کې ښودل شوی.
قاتل خپل شاخوا ته په کتو غیرعادي حالت محسوس کړ، پولیسو هغه چارچاپیره تر څار لاندې نیولی و، ناڅاپه ودرید چاقو یې له جیبه را وویست، پرځمکه یې وغورځاو، بیا یې لاسونه پورته او پخپله یې ځان پولیسو ته وسپاره.
مخکې له دې چې پولیس یې له ځان سره یوسي، قاتل د میوه پلورونکي خواته ورغی او ورته غوږ کې وویل: هغه ورځپاڼه ما ستا دوکان ته راوړې وه، لاړ شه یوځل یې د شا پرپاڼه لیکل شوې خبرې هم ولوله.
بیا په مسکه څیره او راضي حالت د پولیسو موټر ته پورته شو، میوه پلورونکی په بیړه دوکان ته ننوت او دورځپانې د شا پر پاڼه یې لیکل شوی خط ولوست چې پکې لیکل شوي وو: زه نور له تیښتې ستړی شوی یم، له مالټو دې منندوی یم، کله مې چې وغوښتل خپل دې ډول ژوند ته د پای ټکی کیږدم ستا احسان مې په زړه او پر ما یې اغیز وکړ.
پر ورځپاڼه دوکاندار ته د قاتل وروستۍ لیکل شوې جمله دا وه: پریږده چې زما په سر د پولیسو جایزه ستا د زحمتونو جبران شي!