خبریال: احمد رشاد –
د جایزه ګټونکي ایراني کارټونیست د کډوالۍ غوښتنه هم رد شوه او ممکن د مانوس له توقیف خونې څخه بیرته خپل وطن ته وشړل شي.
پنځه ویشت کلن علي چې د اسټرالیا په نیت یې خپل وطن پرې ایښی و، له شاوخوا درې کلونو راهیسې د یاد شوي هیواد اړوند په مانوس توقیف خونه کې اوسیږي.
دغه توقیف خونه کې، چې د پاپوا نیو ګینا په کوچني هیواد کې موقعیت لري، هغه کسان ساتل کیږي چې په ناقانونه توګه اسټرالیا ته د ورتګ په مهال نیول شوي دي.
علي چې د کب خوړلي (Eaten Fish) په نوم کارټونونه کاږي، په اسټرالیا کې مشهور شوی دی. د ده کارتونونه په اسټرالیایي ورځپاڼه (د ګارډين) کې چاپیږي او د ډيرو پام یې ځانته را اړولی دی.
د نوموړي کارټونونه په مانوس جزیره کې د توقیف خونو د غیر انساني وضعیت ښودنه کوي.
د ګارډین ویبپاڼې په حواله، دغه ځوان چې په شدیدو رواني ناروغیو اخته دی، د پاپوا نیو ګینا د کډوالو چارو وزارت لخوا ورته ویل شوي چې د کډوالۍ غوښتنه یې رد شویده او باید بیرته خپل وطن ته وګرځي.
هغه ته ګواښ شوی چې نور یې دلته اوسیدل ناقانونه دي، که په خپله لاړ نشي نو په زوره به وشړل شي.
خو د علي مدافع وکیل او د بشري حقونو یو اسټرالیايي کارکوونکی جانیت ګالبریت(Janet Galbraith) وايي چې علي سخت ناروغ دی او په اړه یې شوې پریکړه شرموونکې ده.
د هغه په وینا، علي دومره ښه نه و چې د کډوالۍ د حق ورکولو ادارې کارکوونکیو ته د خپل ځان په اړه غوښتل شوي اړین معلومات ورکړي.
هغه معلومات چې د علي د وکیل لخوا ګارډین ته رسیدلي، علي ویلي چې ده د پوښتنو ګرویږونو په ناستو کې ( چې له پنا غوښتونکیوو څخه کیږي) ګډون کړی، خو دا ورنه هیر دي چې څو ځلي، هغه دا هم زیاته کړې چې له دغو ناستو څخه پنځه ناستې ډيرې مهمې وې خو وې نشو کړای چې پوښتونکیو ته خپله کیسه بیان کړي او دا ځکه چې ځان یې خوندي نه محسوساوه.
د ګالبریت په وینا، موکل یې ویریږي چې که چیرې هغو پوښتنو ته چې ولې دی له خپل وطن څخه کډوالۍ ته اړ شوی سم ځواب ورکړي، نو ممکن کورنۍ ته یې ، چې په ایران کې ده، حکومت سزا ورکړي.
علي خپه دی چې د کډوال په توګه نه دی منل شوی. هغه ځوریږي چې که ایران ته ولیږل شي یا به په دار شي او یا به د عمر ډیره برخه زندان کې تیره کړي.
دغه ځوان چې شاوخوا درې کاله په توقیف خونه کې پاتې شوی له شدیدو رواني فشارونو سره مخ دی. سودايي شوی دی او هغه هم په داسې کچه چې حتی کله دومره ځان ووینځي چې بدن یې وینې شي.
علي په توقیف خونه کې د وهلو ډبولو او جنسي تیري په اړه هم شکایت کړی دی.
دغه ایراني ځوان ته د کارټونیسټانو د نړیوالې شبکې لخوا په (۲۰۱۶ ) کال کې د زړورتیا جایزه ورکړل شوې وه.
د دومره مشهور هنرمند په اړه د شړلو پرېکړه او د کډوال په توګه اسټرالیا کې د هغه نه منل دا په ډاګه کوي چې اسټرالیا هیڅ هغه کډوال نه مني چې په بیړیو کې ( ناقانونه توګه) دغلته د ورتګ هڅې کوي.
که څه هم د مانوس توقیف خونه د اسټرالیا په مالي ملاتړ فعالیت کوي، خو د دغه هیواد د کډوالو چارو وزات وايي چې د علي په اړه پرېکړه د پاپوا نیو ګینې مربوط ده.