نهمه برخه –
د ویالې سندره !
زه
زه هیڅ وخت بې ځوابه سوی نه وم سیوا دهغه چاپه وړاندي چي رانه ویې پوښتل ته څوک یې ؟
موږ دواړه
یوارمي دیوه داسی چاسره ولیدل چي د اورېدو حس یې زښت ګړندی وو،لاکن خوارګونګی وو ژبه یې په یوه جګړه کي بابللې وه ،زه اوس دهغه ټولو جګړوپه اړه خبرپاته یم چي ده( تردې وړاندي چي یوه ژوره چوپتیاورباندي ورغوړیږي ) ورپکي برخه اخیستې اوزمالپاره دا د خوشالۍ ترزیری په کمه نه ده چی هغه مړسو داپه دې خاطرچي دنیادټولو وسعتونو برسېره زموږ دواړو لپاره په یوه وخت دزغملو وړ نه سوه کېدای .
د مصر سارا
زه تریوې اوږدې مودې دمصرپه ساراکي پټه خوله او له موسمونو ناخبرپروت وم دلمرتودښت مي د ژوند لامل سو زماپالنه یې وکړه زه راپورته سوم د رودنیل په څنډوکي مي تګ پیل کړو د ورځي به مي سندري ږغولې اودشپې به مي خوبونه لیدل .
کیسۍ
اوس چي لمردخپلو بې شمېرو زرینو وړانګو ځلاوي په سترګوکي راته اړوي را اړوي هم دایې موخه ده چي زه بیرته دمصرپه ساراکي بیده سم لاکن داڅه عجیبه غوندي کیسۍ ده !
رود نیل
هغه لمرچي پخپله یې زماد وجود برخي سره راټولي کړې اوس یې بیرته سره پاشلی نسي هم دا سوب دی چي تراوسه په ګړندیو ګامونو د رودنیل په څنډوکي روان یم هم دا ډول به تل روان اوسم !
پیلامه
یادول هم د دیدن یوه بڼه ده،هېرول دخپلواکۍ یوه پیلامه ده !
وخت
موږدوخت اندازه دهغه ستورو د خوځون په وسیله سره کوو چي دخوځیدا شمېریې ټولیدلی نه سي ،او دوی دوخت کچه دهغه جیبي ساعتونو په وسیله سرته رسوي کوم چي پخپلو جېبونو کي ګرځوي :
نوته راته ووایه خدای دي تاله هري بلاوساتي زه اوهغوی ګډه ګزاره یوځای اویووخت څه ډول کولی سو؟
کهکشان
دکهکشان تردربچو لیدونکو ته دمځکي اولمرترمنځ دامنځنۍ فضا،فضانه ښکاري .
انسانیت
انسانیت دنوریوسینددی چي د ازل له سیمو راوزي اودابدپه لاروکي بهیږي .
سپېڅلی ښار
دسپېڅلي ښارپه لارکي دیوه بل زایر سره مخامخ سوم ورځني ومي پوښتل :
سپېڅلي ښارته د ورتلو لاره هم دا ده ؟
هغه په ځواب کي راته وویل (په ماپسې راځه په یوه شپه اویوه ورځ کی به سپېڅلي ښارته ورسېږو ) هم هغه ګړی ورپسې سوم څو،څوشپې او ورځي ورپسې سوم لاکن سپېڅلي ښارته ونه رسېدلو ،څه مهال چي وپوهېدم هغه راباندي په دې خاطرپه قهردی چي زه یې ګمراکړی یم نوحیران پاته سوم .
لویه خدایه
لویه خدایه!تردې وړاندي چي سوی زماښکارسي مادزمري ښکارکړې .
نوربيا…
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۲۷) ګڼه\ چارشنبه\حمل ۵\ ۱۳۹۴