انقلاب
په یوه ښار کي دوه عالمان اوسېدل، دواړه خورا ځیرک ، تجربه کاره او له شعوره برخمن وو، لاکن د نظریاتي اختلاف لکبله به په خپل منځ کي په جګړه اخته وو .
یو خدای پرست او دا بل ملحد وو، یوه ورځ دواړه په بازار کي سره مخامخ سو، یو شمېر معتقدینو یې هم هلته شتون درلود ، د دواړو ترمنځ د خدای د وجود او عدم بحث پیل سو ، د څو ساعتو تر بحث وروسته بې د کوم بري یا ماتي د پریکړي پرته دواړه د یوه او بله روان سول .
ملحد عالم نېغ عبادت خانې ته ولاړی خدای ته پر سجده سو او له خدای یې د خپلو ناسمو عقایدو بخښه وغوښته :
او خدای پرست عالم خپل کور ته د رسېدو سره سم خپل ټول کتابونه اور ته واچول ، ځکه نور دی ملحد سوی وو.
دا زموږ نړۍ
اې د ورکو ارواوو خدایه ته چي خپله په ملایکو کي راګېر یې ، زما ږغ واوره :
وو! زموږ د لیونیو او سرګردانو ارواوو څارونکې ، زما الفاظو ته پاملرنه وکړه زه یو غېر مکمل هستي یم لاکن د یو کامل قام وګړی یم :
زه د انسانیت د پاشلو عناصرو ټولګه یم :
زه په یوه داسي بشپړه نړۍ کي استوګن یم چي قوانین او ضابطې یې بشپړه او تصورات یې د تحریر په دایره کي راتللی سي :
اې مالکه نیکیاني یې شمېرل سوي او ګناویي یې تلل سوي دي :
له دې پرته بې شمېره داسي شیان چي د ماښام په تیاروکي د ګناه او ثوابه ماورا دی ، لیکل کیږي او خپریږي :
دلته د ورځي او شپې چلند په موسمي تغیراتو ویشل کیږي، خورا په دقت تر څارني او شمېرني وروسته ، د دودیزه اصولو په زولنو کي تړل کیږي ، خوړل ، څښل ، ستر پټول، نوري چاري در سره کول ، لوبي کول، سندري زمزمه کول ، نڅېدل ، د ساعت ږنګ اوریدو وروسته پټه خوله بیدېدل :
تش د یو ټاکلي شدت په ملتیا فکر کول، د افق د یوه ځانګړي ستوري په لویدو سره د فکر او سنجش سلسله تړل ، په یوه نړۍ خندا خپل ګاونډي لوټل ، لاسونه په درناوي خوځول ، خیرات ویشل ، کسداً د یو چا ستایني کول ، خورا په مکاري سره پر نورو تورونه تپل ، په یوه ټکي کي د چا ژوند بیانول او چي د ټولي ورځي کارونه تمام سي نو خورا په مکاري لاسونه مینځل :
په یوه قوي اراده سر مینه کول، پخپله ځیرکتیاسره څوک خوښ ګرځول، په ساټ باټ د خدای عبادت کول، د شیطان سره په خورا تودوالي موافقت کول او وروسته هرڅه هېرول ، تر سنجش وروسته د کوم شي تنما کول ، په خندا ډکه خوله غمجن کېدل او پیاله په دې هیله تشول چي سبایې بیا ډکه کړې .
اې خدایه دا ټول څه له وړاندي اټکل سوی وي او زښته په پام سره زیږول کیږي :
د حکومت د قوانینو په ترڅ کي یې څارنه کیږي، په بیلو پیلامو یې پاسباني درسره کیږي ، او اخر پای د یوې ټاکلي چاري سره سم هغه حلال کړي ، ښخ یې کړي او د دوی پر خاموشو قبرونو هم ، چي په انساني زړونو کي ځای لري ، نخښي څرګندي کړي .
اې خدایه !دا دی زموږ کاینات ، زموږ متمدنه او مهذبه نړۍ ،چي له عجایباتو ډکه ده ـ
دا د قادر مطلق د باغ پوخ ثمر، او د هغه غوره تمنا لاکن اې خدایه ، زه دلته ولي یم ـ
زه چي د ناکامو ارزوګانو پوچ زڼی یم ـ
زه یو سرګردانه توپان یم ـ
د یوې ریچې،ریچې سیارې ټوټه چي بادونو بادولی وي ، نه مشرق لټولی سي او نه مغرب .
اې د ورکو سوو روحونو خدایه، ته چي خپله د ملایکو په ګڼه ګوڼه کي ورک یې ، راته ووایه زه دلته د څه لپاره یم .
بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۷) ګڼه\ چارشنبه\جدي ۲۴\ ۱۳۹۳