تغیر
کورمي راته وویل !(داسي مي یوازي مه پرېږده ستاپرون راسره ګنډلی دی) اولارمي راته وویل (پماپسي راځه زه ستاسبایم ) او زه مي کوراولاردواړو ته وایم زه نه پرون لرم نه مي کوم سباسته زه که کوم ساعت ودرېدم نو درېدل مي تګ دی اوکه روان سوم تګ مي درېدل دي ولي چي مرګ اومینه دواړه په ځان کي دا توان لري چي هرشی تغیرته مخامخ کړي !
انصاف
زه خپل ایمان د ژوند پردې انصاف باندي څه ډول باوري کړم چي په دې پوهیږم پرپستو نیالیو او د پرو،پر بالښتونو دخوب دکوونکو خوبونه دهغه چا تر خوبونو ارزښتمن نه د ي چي پرخاورو پرېوزي .
حیرانتیا
حیرانتیامي هغه ګړی پخپله غیږکي زښت ټینګ ونیسي څه وخت چي په دې پوه سوم چي زمازیاتي خوښۍ زمادغم او درد برخي دي .
نفس
خپل نفس مي اووه ځلي زښت خوار نومولی دی :
لومړی:چي دلویي او واک لپاره یې دریاست او امارت چوخه ترتن کړه !
دوهم:چي دمخلصانوپه وړاندي یې غوړه مالۍ کولې
دریم:چي دګران اواسان څخه دیوه دچوڼ واک ورکول سو او اسان یې ځان ته خوښ کړو.
څلورم:چي ګنایې وکړه اوځان یې په دې مطمین کړو چي نورخلګ هم داسي کوي !
پنځم:چي دخپلي ناتوانۍ لکبله یې داټول کړاوونه په ځان ومنل کوم چي ورباندی تېرېدل نویې وویل دطاقت په وړاندي له زغم څخه کاراخلي !
شپږم:چي دبدرنګۍ سره یې له ذلته ډک چلند روا وګرځولوچي حقیقت پېژندونکو سترګوته هم د ده یوحجاب وو !
اووم:چي دخپل حان دستایني سندري یې زمزمه کړې هم دایې لوړتوب ګاڼه !
مطلق حقیقت
زه نه پوهېږم (مطلق حقیقت) څه ته وایي ولي زښت په عجز او زاري سره دخپلي کم علمۍ په وړاندي خپل سرټیټوم دالوی ویاړ او اجرګڼم !
جنون
دانسان دخیال او ادراک ترمنځ یوواټن دی چي بې دجنون له تلوسې یې څوک رالنډولی نسي .
جنت
جنت تردې وډر په دا بله کوټه کی دی لاکن د دا کوټې کیلي لما ورکه ده شاید کېدلی سي کیلي لما ورکه سوې نه وي چیري بې ځایه می ایښې وي .
کهکشان
ته ړوند یې زه کوڼ یم هم ګونګی یم راسه لاسونه سره ورکړو زړه ته مي لویږي چي سره وپېژنو .
ارزښت
دانسان ارزښت دهغه شي له کبله نه دی چي ورته حاصل دی ،دانسان ارزښت دناحاصل کړي شي دموندلو په تلوسه کي پروت دی.
توپیر
په موږکي څه دسیایي اوڅه دکاغذدپاڼو په څېردي ،که سیایي نه وای سفیدیي به کڼه وای اوکه سفیدیي نه وای سیایي به ړنده وای.
راسه
ته وماته غوږونه راکړه زه به ږغ درکړم.نور بيا…
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۲۸) ګڼه\ چارشنبه\حمل ۱۲\ ۱۳۹۴