رښتېنواله
په کار ده رښتېنواله په بشپړه توګه همېش درک کړې لاکن اظهاریې وخت ناوخته کړې.
چټیات
په موږ کي قدرتي قوتونه لرونکي پټه خوله دي لاکن دچاچي ارزښتونه اکتسابي دي هغه چټلیات اوروي .
یوازیتوب
زماد ژوند کوم ږغ چي په ماکي میشت دی دهغه ژوند غوږونه یې اورېدلای نسي کوم چې ستاپه واک کي دي خوبیاهم موږته په هرحال کي ګویاکېدل په کاردي چي دا ډول د یوازیتوب له کړاوه په امان پاته سو .
ښځه
دوې ښځي چي پخپلو کي په خبرو سره اخته وي پایله یې هیڅ نه څرګندیږي لاکن څه مهال چي یوه ښځه په خبرو اخته وي نوبیاد ټول ژوند ناخوالي راسپړي .
تفاوت
زیات وختونه دچنګوښو ږغونه دغویانو تررمباړو هسک وي لاکن چونګوښي نه مځکه للموي نه یې موږله څرمنو پایزار رغولی سو .
کوڼ
چټلیات ویونکي باندي بې کاڼه بل څوک نه خاندي .
څوک سته
ژمی چي کله ووایي سپرلی زماپه غېږ کي دی!
څوک سته چې خبره یې ورسره ومني ؟
ننداره
په رڼو سترګوورته ګوره په هرمخ کي به دي خپل مخ درښکارسي
په خلاصو غوږویې واوره په هرږغ کي به دخپل ږغ ازانګې واورې !
زڼی
هرزڼی د ودي یوانځوردی …..!
نیوکي
حق د دوو خلګو احتیاج من وي یوهغه چي حق وايي ،بل هغه چې اوري اوهم په پوهیږي !
مصنوعیت
موږکه هرڅو دالفاظو موجونو په مخه اخستي یولاکن تل مي همېش چوپ پاته وي !
حقیقت
ډېري عقیدې د روشندانونو،دښیښوپه څېر دي چي موږحقیقت ته ترګورو خولاکن په اصل کي دحقیقت اوزموږترمنځ هم دا یواځنی خنډ دی !
پټ پټونی
راسی پټ پټونی پیل کړو یو اوبل ولټوو!
ګوره !که مي په زړه کي پټ سوې ستالټول به زمالپاره کومه ستونزه نه وي اوکه چېري دخپلي هستۍ تردېوال راڅخه وډرسوې نودخلګو به ترتاپوري رسېدل یوټوکه وګرځي
نوربيا…
بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۳۰) ګڼه\ چارشنبه\حمل ۲۶\ ۱۳۹۴