په ټوله کې د انسانانو ستره ستونزه داده، چې د یوې پېښې تر پېښدا وروسته پر ځای د دې چې د شوې پېښې پر حللار فکر وکړي، انسانان معمولا د پېښې شوې موضوع د پېښېدو پر عوامل تمرکز کوي. پر دې سربېره ځینې انسانان د یوې ستونزې له پیدا کېدو وروسته د ستونزې په اوږده مهاله حل فکر نه کوي، بلکې ستونزې ته د لنډ وخت لپاره حللار ګوري او دا طبعي ده چې لنډه مهاله حللار به له پوره فکر او غور وروسته نه وي غوره شوي او په دې موضوع کې به حتمي له بيړې کار اخېستل شوی وي.

په ټولنیز ژوند کې انسانان له مخالفتونو، ټکرونو، حوادثو، ناکامیو، بریالیتوبونو او ګڼو نورو حالتونو سره مخ کېږي، خو د دغو حالتونو پر وړاندې باید زموږ برخورد داسې نه وي، چې په ستونزو پسې ستونزې وزېږو او د یوې ورځې د خوښۍ لپاره د کلونو خوښي پر سیند لاهو کړو.

د ټولنو او ملتونو جوړښت بېل بحث دی، خو زه غواړم چې پر دې بحث وکړم، چې فرد ته څه ډول ګډ ژوند تنظیم کړو، چې سبا به همدغه فرد ټولنه اصلاح او رهبري کړي.

دلته (افغاني ټولنه) د ګډ ژوند بحث ناوړو دودونو او د اسلام د سپېڅلي دین څخه د خلکو کمه پوهه هغه عوامل دي، چې دا ساده بحث يې پېچلی کړی دی او ډېر کله دودیزې ناوړه پديدې پر اسلامي اصولو او قواعدو غالبې شي.

د اسلام د مقدس دين د لارښوونې له مخې هره نجلۍ او هلک، چې د خپل عمر قانوني پړاو ته ورسېږي لازمه ده، چې واده وکړي او کورنۍ جوړه کړي.

د شرعي قانون له مخې د ازدواج لپاره د دواړو خواوو (هلک او نجلۍ) رضايت شرط دی، «نکاح د هغه ښځې او سړي ترمنځ يو قراردادي تړون دی چې شرايط يی پوره کړي وي، که څه هم ښځه باکره وي، طلاق شوې يي او يا هم کونډه وي.»  واده بايد د دواړو لورو په خوښه ترسره شي او دا اساسي شرط دی، خو ځيني په دې برخه کې د خپلو اولادونو خوښه او هوکړه له پامه غورځوي.  دوی له نجلۍ د واده په هکله پوښتنه له رواجه لرې او شرم ګڼي.

زموږ په ټولنه کې د کورنۍ غړي له نجلۍ او هلک څخه د واده په باب پوښتنه کول شرم ګڼي، خو د همدغه جبري او د هلک او نجلۍ له پوښتلو پرته ترسره شوی واده چې په راتلونکي کې د دواړو ژوند تریخوي او له همدغه اجباري واده څخه راټوکېدلی تاوتریخوالی چې پای ځانوژنه، ځانسوزونه او یا هم له کوره تېښته ده شرم نه دی؟

جبري ودونه هلکان او نجونې دواړه اغېزمنوي، خو د هلکانو په پرتله نجونې ډېرې د دغې ناوړې پديدې ښکار شوې دي. ځکه هلکان په ډېرو مواردو کې ازاد وي او د شرعي قانون له مخې د بلې ښځې حق هم لري، خو نجلې تر هغې چې یا مېړه طلاق نه وي ورکړی او یا يې میړه مړ شوی نه وي، نو  د شرعي قانون له مخې نه شي کولای بل واده وکړي.

زما په باور که يوه ښځه دې ته مجبوره شي، چې خپل ټول ژوند له داسې يوه چا سره تېر کړي چې په خوب کې يې هم نه وي ليدلی، نو دا کار د هغې اروا ځوروي، دا به  له هر چا او هر شي نفرت کوي او يوازې د غچ اخېستنې فکر به ورسره وي. ښايي په داسې مواردو کې ښځې ځانوژلو ته پنا یوسي، هڅه وکړي له کوره وتښتي او د ژغورنې په نورو دا ډول لارو فکر وکړي. بله خبره که یوه نجلۍ په داسې حالت کې پاتې شي او مور شي، نو دا خپل ماشوم نه شي روزلی، ځکه دا په روحي ډول یو منظم انسان (مور) نه ده.

زموږ په ناوړو دودونو کې د ټولنې یو بل قشر چې کونډې دي هم د جبري ودونو سره مخ کېږي. د کونډې خسرخېل د ناموس ساتنې او د کونډې د میراث په خاطر نه غواړي چې کونډه د مېړه له کورنۍ ور ها خوا بل مېړه وکړي. د شرعي قانون له مخې کونډه د نکاح په برخه کې بشپړه ازادي لري، چې له  هر چا سره د هغې خوښه وي نکاح کولای شي، خو زموږ په ټولنه کې ډېر وخت د اسلامي شریعت د قانون دغه اصل ناوړو دودیزو اصولو پایمال کړی دی او کونډې جبري واده ته اړې کړای شوې دي.

د یوې متمدنې ټولنې د جوړښت لپاره دا د هر فرد مسوولیت دی، چې ټولنه د اصلاح او نېکمرغۍ پر خوا رهبري کړي او د جهالت د دودونو جرړې ترې وباسي. د اسلام د مقدس دین له اصولو او ارزښتونو څخه د عامو خلکو خبرول، د زده کړو د اوسني ټیت ګراف لوړول او عالمان، مشران، مدني ټولنې، رسنۍ او د نور بنسټونو اغېزمنې هڅې د یوې ښې ټولنې په رامنځته کولو کې مهم نقش درلودلی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *