په شعرکې د شعر و ادب د تیوری د بیانولو عمل او په همدې تناظر کې د شاعر د شعر جاج اخیستلو ته استقرایي کره کتنه وایي د استاد مصطفی سالک یو تیوریک بیت دی چې:
لا د جدت له رازه ندي خبر،
هغوې چې وایي روایت څه پکار،
دلته یې له استقرایي کره کتنې تیریږو چې د سالک صاحب پر شعر یې خورا ښه تطبیق هم کیدلی شي، د بیت د مهمې موضوعي تیوری په اړوند د جدت او روایت په هغه رویه خبرې لرو چې د خپل خاص ادبي او فني اهمیت لمخې د ادبي تخلیق لپاره په فني او فکري حواله د ژوند ارزښت لري، د جدت او روایت په نورو ضمني ماناوو نه بلکې مستقما یې په ادبي تناظر کې په ادبي اصطلاح سره ځیرو، سالک صاحب هغه څوک چې د روایت په اهمیت نه وي خبر یا يې نه پیژني د جدت له رازه محروم ګڼلي، او دا ځکه هم چې جدت او روایت سره متضاد اصطلاحات ندي، حتا هغه جدت چې روایت پکې نه وي ممکن جدت يې ونه بولو.
جدت د هرې پنځونې لپاره د خپل تخلیقي عمل یو فطري امر دی، چې یوه پنځونه پرې هلا د کلاسیک وړ بللی شی چې دوه مهم بنیادي اړخونه یې په پام کې نیول شوي وي، چې یو يې د بیان انداز او پیرایه ده او دوهم یې د مضمون یا فکر معنوي انفرادیت دی چې د نویو استعاراتو، تشبهاتو،سیمبولونو،او د یو شمیر نورو ادبي او هنري تمایلاتو ترڅنګ د نویوخبرو، فکر او موضوعاتو په رغونه کې د ادبي پنخونې په هیت کې عملي ونډه لري، خو روایت بیا له تیر( ماضي) سره د تړاو په توګه یادیږي، ادبي روایت په تخلیقي پنځونه کې هغه څه دي، چې باید په فني او فکري اړخونو کې یې له ماضي سره کلکه رشته ولري، یعنې فن یې باید په هیتي ډول له خپلو اصولو او قاعدو څخه په انحراف کې نه وي او د فکر یا مضمون ماهیتی رویه یې له کوم ذهني او عینی استدلال پرته نه وي افاده شوي، یا ويلی شو هغه نوې فني او فکرې تجربې چې د زړو تجربو په تسلسل کې په انفرادي نوعیت رامنځته شوي وي، ادبي روایت بللی شو، البته هغه انفرادیت چې د جدت اصلیت يې پکې نه وي ننګولی.
ممکن سوال پورته شي چې جدت پداسې حال کې څنګه جدت وبولو چې د روایت په هتکړو مو ولچک کړ؟
دې ځواب ته په تفصل سره ځو چې همدلته د سالک صاحب د جدت له رازه هم کیدلی شی خبر شو.
ادب د ارزښتونو په توازون کې معتدله رویه لري نو له روایت سره يې ربط پدې مانا دی چې د نویو ارزښتونو په سالمه روزنه کې دې ونډه وپالي نه د ماضي پرستی په مانا چې د جدت مخه دې پرې ونیول شي، په یوه ادبي پنځونه کې له فکري یا موضوعي پلوه ارزښت هغه دی چې نوې خبرې دې په یو داسې مورد کې وي چې د حال او ماضي او فکري تجربې ترمنځ يې کوم تصادم نه شي رامنځته، یعنې نوي ارزښتونه دې له تیرو ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي ، همداسې يې فني او فکري تجربې هم درواخله چې د روایت مهمه برخه تشکلوي، مثلا زه که لنډه کیسه یا ناول لیکم او د دې لپاره یې د کیسیزې عادي ژبې پرځای رسمي ژبه پکې وکاروم ګویا دا یې فني روایت او تجربه نده یا دې په موضوعي لحظ په یو بیت کې د یوسف(ع) او زلیخا تلمیح ته په نورو نومونو سره نسبت ورکړم او یا دې هم یو انسان د سترګو پرځای پکې په پوزه او غوږونو لیدل کتل کوي، ظاهره خبره ده چې دا فني او موضوعي روایات ندي بلکې دا هغه مانوسه تجربې دي چې د نوې شاعری په موډ کې یې ممکن د جدت له رازه محروم څوک د جدت په نامه هم ونوموي.
سوال دا دی چې داسې تجربې ولې رامنځته کیږي؟ پدې برخه کې روایت د تاریخي شعور خبره کوي له تاریخي شعور څخه منظور په روایت کې ادرک دی ځکه چې د جدت عمل ته څوک د بې شعوره عمل په سترګه ونه ګوري، کنه په پورته بیلګه کې ګورو چې د تاریخې شعور په نه موجودیت کې کډوډ حالت رامنځته کیږي نو مالومه شوه چې د ارزښتونو او تجربو په پدې ټول عمل کې د تاریخي شعور ونډه بیخي د پام وړ ده بلکې که ووایم چې د روایت حد او ساتنه همدا تاریخي شعور کوي نو پرځای خبره به وي، کله چې په روایت کې د تاریخی شعور په افادیت قایل شو، نو روایت بیا د جدت لپاره هتکړه نه بلکې طبعي ازادی یې ورته ګنړلی شو، او د جدت اصل راز همدا د روایت درې بنیادي اړخونه دي چې نوي سالم ارزښتونه ، تجربې او تاریخي شعور يې بللی شو.
ممتاز اورکزی په پښتو شاعرۍ کې هغه نوم دی چې د جدت تر څنګ یې د روایت همدې عمل ته په شعوري ډول په خپله شاعری کې ځای ورکړی زه يې په جدت کې د روایت بیلګه یوازې د مکالمې د روایت یو بیت راوړم.
ما خپلې ورکې هیلې وژړوي،
چیناره ! تا ته مرغۍ بیرته راشي،
پدې بیت کې وینو چې جدت د شاعر په سبک کې څرګندیږی، ځانګړې لهجه، د اظهار پیرایه، او زړو لفظونو ته نوې معنا ورکول یې هغه څه دي چې د خپلې تجربې په بنیاد يې دلته جدت موندلی او همدا د جدت خاصه ده چې پر خپلې ځانګړې رویې ځان د سبک په توګه څرګندوی، دلته له جدت سره روایت په موضوعي حواله ګورو، یعنې زمونږ په شاعری کې خپلې هیلې ورکې او د مرغیو د مضامینو ډیر روایت شته، چې پدې بیت کې یې د خپلې زوایې پر بنسټ شاعر زبردسته تجربه کړې، ترڅنګ یې له چیناره سره مکالمه د پرسنفکشن د صنعت چې خورا شهکارې افادې پکې شوي، بهترین روایت بللی شو، په لنډیو کې لولو.
د مازدیکره ژیړه لمره !
په روغو وایه د رنځورو سلامونه
لنډی زمونږ د ادب سخت زبردست روایت وړندې کړي او د تخلیقي ارتقا لمخې هغه نوې لنډی باید له روایت سره ومنو نه بې روایته چې د زمانې په اوږدو کې خامخا تخلیقي اډانه مومي، لنډی چې عموما مشخص پنځونکي نه لري نو د روایت په تول يې تللو سره د بې روایته لنډیو مخنیوی ممکن دی، یوه نوې فیسبوکی لنډی ده،
چې ما ویلی خدای منلی .
ورورمې میړه وای مور مې خواښې وای مینه،
د دې لنډی په ضمن کې یې ښه په زړه ورتیا د خور،ورور او مور د مینې توجیه ورکړې وه، خو زمونږ په روایاتو کې که مینه او محبت د ورور او خور تر منځ په همدومره کچه زر واره هم زیاته وي نو دا ډول خواهیش قدري به يې په زړه کې هم ور ونه ګرځي، کوم چې د دې لنډی مجموعي برادشت دی او همدې مجموعي برادشت ته مونږ بې روایتي ځکه هم وایو چې زمونږ د عمومي کلچر مزاج يې نه مني، دا لنډی په اصل حالت کې هم شته چې روایت يې په خپل ځای مسلم پاتی دی.
چې ما ویلی تا منلی
تا به د دې یارانې خوند لیدلی ونه،
د روایت په همدې تناظر کې د جدید ادب او روایت په اړه د اردو ژبې نقاد عابد علي عابد د مصوری د مثال په ورکولو سره وایي چې په مصوری کې پس منظر د منظر اوپس منظر تر منځ د تناسب اظهار رامنځته کوي، د ده په اند د یو تصویر په ښکلا رغونه کې همدا پس منظر وي چې مصور يې د منظر پر خواوشا د ونو، بوټو او چمنونو په شکل رغوي چې د منظر او پس منظر ترمنځ موفقت مومي، عابد علی روایت د نوي دور ماضي ګڼي او نوی ادب د روایت د ټولو امکاناتو د ارتقا د علامت په بڼه نوموموي چې مقصد يې ترې د ادب او روایت تر منځ د همدې بنیادي تیوری ښودنه ده.
له پورته بحث څخه نتجه اخذ کولای شو چې روایت د جدت لپاره دومره مهم دی لکه څومره چې په ادب کې جدت مهم ګڼلی شي بلکې بې له روایته جدت نیمګړی وي، هغه روایت چې د جدت لپاره خنډ جوړیږي په ادبي تناظر کې روایت ندې بلکې روایت پرستي يې بللی شو، هغه جدت چې روایت ونلري ممکن جدت نه وي،
د جدت او روایت رشته په کلي ډول د جدیدو ادبیاتو لپاره د معقولو معیارونو پربنسټ د ادبي تخلیق لپاره ارفعیت ثابتیدای شی، خو شرط دا دی چې د سالک صاحب د بیت هغه خبره يې باید په پام کې وي یعنې د جدت راز یې ډیر مهم دی کنه نو روایت چې هسي روایت ګڼي، نو جدت به يې یوازې جدت پاتې شي.