په فيسبوک کې به مو وړې وړي جملې ډېرې ليدلې وي، ورځنۍ سرسري خبرې به مو هم لوستې وي او د يوې پېښې په اړه بېړنی نظر هم. که څوک ووايي، چې فيسبوک زه د تفريح او له ملګرو سره د ګپ شپ لپاره کاروم، نو ښايي نامعقوله راته ونه برېښي؛ خو که څوک له دې کاره د جدي پرمختګ تمه لري، خطا وتي دي.
که ليکوالېدل غواړو، جدي کار ته اړتيا ده. د جدي کار لپاره جدي اراده پکار ده، چې موږ مطالعې ته وهڅوي او په موږ کې د ليکلو شديد احساس پيدا کړي.
موږ له فيسبوکه د بېړنۍ خبرونې استفاده هم کوو؛ خو لوستونکي دا معلومات پاس د بل چا پر وال لا له مخکې لوستې وي؛ نو دغسې سطحي کار په لوستونکي کې فکري بدلون نه راولي. فکري بدلون هله راځي، چې موږ له خپل کيبورډه د جدي ليکلو استفاده وکړو او د لوستونکو د فکري بدلون جدي اراده ولرو.
د سرسري پوسټونو د خپراوي يو بل علت هم دی او هغه دا چې له موږ نه اوبو ورخ وړی دی، چې څه وکړو او څه ونه کړو. همدغسې يا د خپل پرمختګ په اړه فکر نه کوو يا راته مهم نه دی.
د خپلې سرګردانۍ د ختمولو اسانه لار دا ده، چې د خپل ځان لپاره يو ژانر وټاکو؛ خو تر دې مخکې بايد دا پوښتنې حل کړو، چې زه په کوم ژانر کې پرمختګ کولی شم. کيسه ييز ادب به راته ښه وي، که شاعري، که ادبي مقالې يا بل.
لومړی شايد د شعر له اسانه انتخاب سره مخ شو، چې غزل يا نظم به ليکم؛ خو په فيسبوک کې د شاعرۍ زياتوالی راته وايي،چې نثر ته هم اړتيا لرو او هم پکې پرمختګ کولی شو.
زه دا ليکنه د هغو کسانو لپاره کوم، چي له ادبياتو سره يې سرور کار دی، ځکه نو په ادب کې که ژانر انتخاب نه کړو، سربداله به په پرمختګ پسې ګرځو.
ژانر که چوکاټ دی، له ادبي ماهيت سره هم اړيکه لري؛ نو ليکنه چې ژانر ته وغورځېږي، ادبي اهميت ومومي او له موږ سره په خپله ادبي نشونما کې مرسته کوي. بيا به موږ په دغه ژانر کې د ښه ليکلو هڅه کوو، مطالعه به ورته کوو او ورځ په ورځ به د پرمختګ ګړندي ګامونه اخلو.
که انتقاد خوند راکوي؛ نو دا انتقاد د کيسې په چوکاټ کې نه شو کولی؟ که ځواب هو وي، موږ په يوه وخت څو ګټې کولی شو، د انتقاد تنده ماتولی شو، د اديب په توګه رامخې ته کېدای شو او د سربدالۍ پرځای رښتينې خوشحالي ترلاسه کولی شو.
که د رښتيني پرمختګ لارې وپېژنو، هيڅوک زموږ د پرمختګ مخه نه شي ډب کولی. همدا ليکنې چې د خپل اکونټ پر وال خپروو، ورځپاڼې به يې رااخلي او سبا به راته د ښه کار له امله پخپله خپرندويې ټولنې وايي، چې کتاب مو چاپوم. زموږ پرمختګ زموږ په خپل لاس کې دی.
په ادبي ليکوالۍ کې تر علمي ليکوالۍ د پرمختګ امکان په دې زيات دی، چې دلته د واقعيتونو غلامي اړينه نه ده، دلته ساحه پراخه ده، خپل خيال هم د يوه ادبي شهکار په توګه وړاندې کوی شې.
له استاد نجيب منلي نه چا روايت کړی، چې څوک دروغ ويلی شي، هغه ليکوالي کولی شي. دروغ او ادب دواړه تخيلي اساس لري.
دروغ که د رښتياوو په نامه وويل شي، بداخلاقي او ګناه ګڼل کېږي؛ خو که د ادب په نامه وي، شهکار او رښتيا ګڼل کېږي.
نيچه په خپل اثر(زردشت وويل) کې ليکي، چې شاعران دروغ وايي، زردشت هم شاعر و، نو زردشت هم دروغ ويل. د نيچه موخه د زردشت دروغجن ثابتول نه دي، بلکې موخه يې دا ده، چې رښتيا دروغ دي او دروغ رښتيا دي.
موږ ولې دروغ وايو، د ويرې، شرم او د يوه مادي هدف د ترلاسي په ګډون د دروغو ډېر علتونه دي؛ خو زموږ دروغو زموږ د خواهشاتو سيوری غوړېدلی وي.
واقعيتونه هغه دروغ دي، چې موږ يې د ټولنې له ويرې يا شرمه کوو؛ خو دروغ هغه رښتيا دي، چې موږ د ټولنې له ويرې يا شرمه پټ کړي. دروغ زموږ رښتيني خواهشات دي، چې که په واقعيت کې يې نه شو ترسرولی؛ نو په هنر کې يې راښکاره کولی شو. دا بېله خبره ده،چې دا دروني رښتيا موږ څومره بيانولی شو.
که د ليکوالېدو لپاره د فيسبوک په نامه د خپراوي اسانه وسيله لرو، ژانر مو هم انتخاب کړی او تخيلي الوت هم کولی شو، نو د عبدالقادر خان خټک بيت شو:
اسباب د عيش واړه تيار دي
ساقي ته ګوره، چې دی راپاڅي