که دننګرهار ولایت ښونېز بهیر ته جدي پاملرنه ونشي، ګواښونکي پایلې به ولري .

دننګرهار ولایت دلرې پرتو ولسوالیو دډېرې شمیر ښونځیو دروازې د امنیتي تهدیدونو له امله  د زده کونکو پرمخ تړل شوي،اچین،دوربابا،نازیان،تټی کوټ،خوګیاڼي،چپرهار،دهغه ولسوالیو دجملې څخه دې چې وخت ناوخت ورنه د امنیتي پېښو ریپوټونه خپریږی، چې دننګرهار ولایت ځنې چارواکي هم داخبره تائیدوي.

د یاودونې وړ ده چې،پدې ورستیو کې په ننګرهار کې ځنې وسله والو ډلو نفوذ کړې دداعش او یا په نورو مختلفو نومونو سره دننګرهار ولایت دپاکستان هیواد دخاورې سره ګډه پوله لري چې وخت ناوخت وسله وال سره د وسلو او مهاماتو له همدغې پولې دغې غاړې ته راوړئ. او دننګرهار ولایت د امنیتي وضعیت ته ګواښ پیښوي.

شا وخوا دپنځه شپږ میاشتو راهیسې پدغه ولایت کې دمختلفو وسله والو ډلو ترمنځ سختې او درنې جګړې شوې دې، چې ښکیلو خواووته یې درانه مالي او ځاني تلفات اړولې دې دولت صرف او صرف په یو څو پر امنیته ولسوالیو کنټول لري، نورې ولسوالۍ ټولې دوسله والو ډلو په ولکه کې ګیر دي.

دا فغان حکومت لخوا هم پدغه سیمه باندې عملیات ترسره شوې ډیرې وخت کې تلفات ملکي وګړو ته اوښتې دې همدغې جنګ او جګړو ډیر خلک دخپلو کورونو پریښودلو ته اړ کړې او نورو سیمو ته کوچیدلې که همدا وضعیت همداسې دوام وکړې نو لرې نه ده چې دغه ولایت دغیري قانوني وسله والو ډلو په مرکز باندې بدل شي.

پوښتنه داده چې ددغسې وسله والو مخه به اخر څوک نیسي؟ د یادو نا امنه ولسوالیو ډیرې شمیر ښونځئ هم تړل شوي شاګردان یې مکتبونو ته په  میاشتو میاشتو هم سره نه ور ښکاره کوي پلمه یې امنیتي پیښې دې، دننګرهار ولایت دپوهنې چارواکي وایي چې ډیرې شمیر شاګردان د وسله والو مخالفینو په لیکو کې دریدلې دې او ددولت په خلف جګړه کوي.

زمونږ دځوانانو راتلونکي له یوې نا برخلیک ټاکونکي تقدیر سره مخ کیږي، ځوانان زمونږ دهیواد د راتلونکي سرمایه ده نه باید دداسې بدو عواقبو سره مخ شي ولې زمونږ ځوان نسل دنورو لپاره دلاس داستعمال آله ګرځي؟

پدغه ولایت کې هدفې وژنې هم زور اخیستې دښار په منځ او د امنیتي پوستو ترڅنګ خلک هدف کیږي

او بالاخره بیا وژل کیږی هم خو قاتلین یې ښه په نره دپیښې دصحنې څخه په تیښته بریالي کیږي خو څوک یې نشي نیوې ،پوښتنه داده چې دوې هم ورسره لار لري که څنګه ؟؟

مونږ دامنیتي ځواکونو نه دهغه سیمو ثبات او آمن نه غواړو چې ددوې د کنټرول او قدرت لاندې وې حد اقل دمرکز او ښار امنیت خو دې وساتي زه دیوې داسې ولسوالۍ اوسیدونکي سم چې دمرکز سره په دوه ویشت کیلو مټرۍ کې پرته ده، خو څلور کاله وشوه د ښار په څلورو دروازو کې راګیر یم نه په دولت کې کومه خاص دنده او وظیفه لرم او نه بل څه صرف یو محصل یم نو دهغو خلکو به څه حال وې چې ددولت سره دنده اجراء کوي؟

ننګرهار ولایت دعلم او آدب زانګو وه خو اوس پدغه دعلم او آدب په زانګو کې ترهګر زانګې ، دننګرهار امنیتي حالتو ته باید جدي پاملرنه وشي کومې پولې چې شریکي دې دنورو هیوادونو سره باید په کلک ډول کنټرول شي.

که نه نو ننګرهار ولایت به دټول افغانستان لپاره جدي ګواښ شي او ټول افغانستان په نا امنه کړې که ورته توجو او پاملرنه ونشي ددولت لخوا نه ، ځکه ډیرې غیري مسول وسله والې ډلې ددغې ولایت په نا امنې کې لویه ونډه لري، د زمکو غصب هم پکې په سپین سترګې روان دې څوک به یې ددې مخه ونیسي؟؟

مرکزې او محلي حکومت دې دننګرهار ولایت داسې مسایلو ته په  په کمه سترګه نه ګورې خپل پام دې ورته ور واړوې.

۴/۲۰/۱۳۹۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *