| لیکوال: ډاکټر عطاالله زیارمل
له ټولټاکنو څخه مخکې، د انتخاباتي کمپاین پر وخت، حتې د مناظرې په دریځ، کله مو چې خپله رایه واچوله او د رایې له ځای څخه را وګرځېدئ نو په هماغه ګړۍ مو د خبري کنفرانس په ترڅ کې همدا یوه خبره تکراروله او هم اوس هره ورځ دا خبره تکراروئ چې تقلب دی. هلئ! تقلب ته زمینه برابرېږي، تقلب کېږي او د تقلب ټول ډولونه، چې د چا لا په ذهن کې نه ګرځېدل تاسو ور ته ښه په شد او مد بیان کړل او لا بیانوئ یې.
انصاف دې روزي شه! سړی نه وايي له غمه یې ووايي، که د تقلب پر ځای دې خلکو ته خپل پروګرام په سمه توګه تشریح کړی وای نو ګومان کوم د ملاتړو شمېر به دې زیات شوی وای. ښکاري چې هسې خپل وخت او امکانات دې ضایع کړل او یوازنۍ هڅه دې همدا ده چې د منفي تبلیغاتو له لارې خلک په ډیموکراسۍ او جمهوریت بې باوره کړې. په ملي بنسټونو باندې خلک بې باوري کول سم کار نه دی او له ټولو سیاسیونو څخه تمه کېږي چې د ملي بنسټونو د لا مضبوطولو لپاره خپلې مشورې او تجربې شریکې کړي او هم هڅه وکړي چې خپلې اندېښنې که لري یې هغه هم د قانوني او منل شویو چینلونو له لارې مطرح کړي نه دا چې هره ورځ عامه اذهان په بې ځایه ادعاو مغشوش کړل شي.
کله چې په ملي بنسټونو باندې بې باوري پیدا شي نو همدا بې باوري د دې سبب کېږي چې په خلکو کې د هېواد د سیاسي ثبات په اړه هم شکونه را پیدا شي. د همدې سیاسي ثبات د نشتوالي له وېرې په لسګونو افغانانو هره ورځ له هېواد څخه بهر ځي، ځینې یې د سمندرونو خوراک شول او ځینې نور یې بیا د نورو هېوادونو په لټه کې دي چې هلته د خپلو سرمایو په بدل کې د هغو هېوادونو پاسپورت تر لاسه کړي او نسبتاً ارام ژوند ولري. هغه هېوادونه نور څه لري؟ خو یوازې همدا سیاسي ثبات دی چې خلکو ته یې د ژوند کولو خوندي چاپیریال را منځته کړی او په هر قیمت ور څخه ساتنه کوي. د همدې سیاسي ثبات له برکته زموږ مهاجر افغانان هلته هم خپله سرمایه خوندي بولي او هم خپل کورنۍ او ځان. ممکن دا ډول هېوادونه زیات وي چې سرمایه دارانو ته د تابعیت په ورکولو د هغوی هرکلی کوي. په دې وروستیو کې به تاسو اورېدلي وي چې ترکیې او متحده عربي اماراتو ته زیات شمېر افغانان په همدې نیت کوچېدلي دي، هلته مېشت شوي دي او دا لړۍ لا روانه ده. دا نه یوازې د مغزونو فرار دی بلکې د سرمایې تېښته هم ده. چې یوازې د سیاسي ثبات په رامنځته کېدلو سره ممکن دا ستونزه حل شي. د هېواد د مطرحو سیاسیونو په حیث ستاسې د ټولو مسؤلیت دی چې دغه ډول مسائلو ته پام وکړئ او په ګډه د سیاسي ثبات لپاره کار وکړئ ترڅو راتلونکي نسلونه در باندې وویاړي. په نورو هېوادونو کې چې سیاسي ثبات رامنځته شوی دا هسې په خپل سره نه دی راغلی بلکې د زیاتو وطندوستو خلکو د زحمتونو نتیجه ده.
په هر صورت، نن دې د خپل معاون د خبرو خلاصه خپره کړې وه او لیکلي مو دي چې (چکیده صحبتهای سعادتي صاحب). کله مې چې د لوستونکو تبصرې ولوستې نو هغوی در ته ښې مشورې در کړې وې. یوه لیکلي و چې ور ته بیداره شه که دې ټولټاکنې وبایللې نو د ملي یووالي پر حکومت جوړولو باندې فشار راوړه. نه پوهېږم چې ملنډې به یې وهلې وې او که خپله رښتیانۍ مشوره به یې درسره شریکه کړې وي، خو هیله ده چې تاسې نور د هغو خلکو بې ځایه مشورو ته غوږ و نه نیسئ، چې هغه نه د وطن په ګټه دي او نه ستاسې. ما وغوښتل چې د ښه نیت له امله تاسو سره لږ متفاوته مشوره شریکه کړم په دې هیله چې خاطر مو دروند نه شي.