عجیب او غریب فرهنګي ارزښتونه!!
زمونږ د فرهنګ د ناوړه ارزښتونو له مخي ټول هغه جرایم او ظلمونه چي د مجبورۍ له مخې تر سره کیږي، عار او شرم ګڼل کیږي. خو هغه جرایم او ظلمونه چی د مستۍ له مخي ترسره کیږي غیرت او ننګ ګڼل کیږي.
که یو عاجز او غریب انسان له ډیري مجبورۍ او لوږي څخه په غلا، اختطاف، وژنه، اخلاقي فساد او یا هم کوم بل جرم لاس پورې کوي. نو له هغوي څخه کرکه کیږي او د محاکمه کولو غوښتنه يې کیږي. خو که یو تجار د روژې په مبارکه میاشت کې د ډیري ګټي د لاسته راوړلو لپاره له مستۍ د اجناسو نرخونه لوړوي. نو دا یوه عادي کړنه ګڼل کیږي.
همدارنګه که یو چارواکی د خپل ژوند د هوسایني په موخه په بیت المال باندي خیټه اچوي، ځمکي غصبوي او د غریبو انسانانو ویني تر خپل عیش و نوش ځاروي نو دا غیرت او ننګ ګڼل کیږي.
خو ستونزه په دین او قانون کې نشته. بلکي د اسلام سپيڅلي دین پورته ټولې کړنې ناوړه بللي او دا يې ندي ویلي چي که لوړپوړي چارواکي غصب او فساد کاوو، غیرت او ننګ دی، که تجار د خلکو له مجبورې نه په استفادي نرخونه لوړول عادي پيښه، خو که یو غریب انسان غلا کوله جرم دی.
حتي د نننۍ جرم پيژندني د اصولو له مخي لا باید د مجرم شخصیت او د جرم انګیزه وڅیړل شي. ځکه ډیر وخت یو انسان د مجبورۍ له امله په یو جرم لاس پورې کوي. چي په دي صورت کې مجرم تر ډیره نه ملامتیږي ځکه انسان عاجز دی. او په دي صورت کې د هغو لاملونو په له منځه وړلو باندي کار کیږي، چي یو کس جرم کولو ته مجبوروي. همدارنګه مجرمین هغه وخت ډیر ملامتیږي او سخت جزايې مویدات باندي تطبیق کیږي چي له مستۍ یو جرم کوي.
بلکي ستونزه زمونږ په ناوړه فرهنګي ارزښتونو کې ده. چي د اسلامیت، بشریت، جرم پيژندني او ټولو شرقي او غربي قوانینو سره په ټکر کې دي. همدارنګه ستونزه په مونږ کې ده چي تر هرڅه مخکي خپلو ناوړه کلتوري ارزښتنو ته درناوی لرو.