تاند، سه شنبه، د دلوې لومړۍ: د جرمني په پوځ کې ایران ته په جاسوسۍ نیول شوی افغان ترجمان تېره ورځ له خپلې مېرمنې سره محکمې ته وړاندې شو.

د فرانس پریس په حواله د ۲۰۱۹ کال په جنورۍ کې نیول شوي ۵۱ کلن عبدالیث باندې د ګوبلنز په محکمه کې له جرمني سره د خیانت او د مهمو دولتي رازونو افشا ۱۸ ډوله تورونه لګېدلي دي.

تېره دسمبر میاشت کې د هغه ۴۰ کلنه مېرمن اسیه هم له خپل مېړه سره د همکارۍ په تور ونیول شوه او عدالت ته وړاندې شوه.

محکمه وايي، اغلې اسیه له خپل مېړه سره له لومړیو ورځو همکاري کوله چې څرنګه د جرمني د پوځ له منځه ایران ته جاسوسي وکړي او مهم معلومات ورکړي.
عبدالیث چې داون ښار کې یې د هنریچ هرټز په عسکري قشله کې د ملکي ترجمان دنده ترسره کړې، د دغه پوځ لپاره فرهنګي مشاور هم پاتې شوی دی.

د کوبلینز محکمه وايي، عبدالیث تر اوسه پر هغه د لګېدلو تورونو په اړه تبصره نه ده کړې او د لا زیاتو پلټنو لپاره به په توقیف کې ساتل کېږي.

که پر عبدالیث لګیدلي تورونه ثابت شول نو یا به اعدامېږي یا به کم تر کمه ۱۵ کاله زندان تېروي، همداراز یې په میرمنه هم ۱۱ کاله د زندان تیرولو حکم کیدای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *