تاند – د اروپایي اتحادیې دوه لویو هېوادونو جرمني او فرانسې او همدارنګه برتانیا د متحده ایالاتو د ولسمشر ټرمپ د هغه حکم په وړاندې غبرګون وښود چې د یو شمېر اسلامي هېوادونو اتباع امریکا ته له ورتګ څخه منع کوي.
دغه ۷ هېوادونه ایران، عراق، لیبیا، سومالیا، سوډان، سوریه او یمن دي.
د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلامیرکل چې هېواد یې یوازې په یوه کال کې له یوه میلیون نه ډېرو سوریایانو، افغانانو او عراقیانو ته پناه ورکړه د ټرمپ د حکم په وړاندې مخالفت وکړ. له ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې مېرمن مېرکل وویل چې د ترهګرۍ پر ضد نړیواله مبارزه د دغو ګامونو لپاره بهانه نشي کېدلی.
رویټرز خبري اژانس د لومړۍ وزیرې مېرمن میرکل له قولي لیکلي چې ویل یې، «دا د توجیه وړ نه ده چې د یوه ځانګړي بګراونډ یا ایمان په لرونکیو خلکو باندې دې شک وشي.» ویل کیږي چې هغې له ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې هغه ته وریاده کړه چې، د جنیوا کنوانسیونونه له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې د جګړې کډوال د بشردوستۍ په پار ومني.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر جین مارک ایرالټ ویلي چې ترهګري دا نه پېژني چې څوک د کوم ملت غړی دی، او د هغه برتانیایي سیال بوریس جانسن په یوه ټویټ کې ویلي، «دا خبره غلطه او نفاق اچوونکې ده چې یو څوک د هغه د تابعیت په اساس نوم بدی کړای شي.»
رویټرز د عرب لیګ په هکله چې غړي یې د واشنګټن د بندیزونو په لست کې راغلي ویلي چې په دې هکله یې اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دغه محدودیتونه د توجیه وړ نه دي.
اژانس وایي چې د عراق بانفوذه شیعه عالم مقتدا صدر په خپل وېب سایټ ویلي چې د دې په بدل کې دې امریکایان هم له عراق نه وځي. نوموړي ویلي دي، «دا به ستاسو لپاره د کبر خبره وي چې تاسو ازادانه عراق او نورو هېوادونو ته ننوځئ په داسې حال کې چې هغوی خپل هېواد ته درننوتلو ته نه پرېږدئ… او په دې حساب تاسو هم باید خپل اتباع در وباسئ.»
ویل کیږي چې د اسلامي دولت ډلې لا تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
په تهران کې د ایران حکومت ویلي چې د امریکایانو د دې کار په بدل کې به په انتقامي چاره لاس پورې کړي، خو د یکشنبې په ورځ /د جنوري ۲۹مه/ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل چې مونږ د امریکایانو په څېر نه یو چې له خپلې خبرې نه بېرته شا ته شو، هغو امریکایانو چې ایرانۍ وېزې یې ترلاسه کړي دي کولی شي چې ایران ته راشي او ټاکلی وخت تېر کړي.
په خرطوم کې سوډاني چارواکو چې هېواد یې د ټرمپ د بندیز له حکم څخه متاثر شوی دی د متحده ایالاتو شارز دي افیرز احضار کړی او ورته یې ویلي دی چې د ټرمپ حکم «منفي پیغام» لېږدوي. ویل کیږی چې دوه اونۍ وړاندې واشنګټن ویلي وو چې په سوډان باندې لګېدلي بندیزونه به نرم کړي.