تاند، شنبه، د دلوې ۲۶مه: د جرمني د باندنیو چارو وزیر هایکو ماس د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د احتمالي هوکړې د لاسلیکېدو هرکلی کړی او دا یې د افغان سولې او ثبات لپاره یو واقعي فرصت بللی دی.

هایکو ماس د مونیخ په امنیتي غونډه کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د اوږد مهالې سولې راتګ لپاره دې د افغانانو تر منځ رښتیني مذاکرات پیل شي.

ښاغلي ماس ویلي، د سولې په مذاکراتو کې د تېرو کلونو لاسته راوړنې باید چې له پامه ونه غورځول شي.

نوموړي وړاندیز کړی چې جرمني دې د افغانی مذاکراتو لپاره کوربه هیواد وټاکل شي ځکه د نوموړي په وینا دا نازکه سیاسي پروسه باید یوازې په خوندي ځای کې تر سره شي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا په راتلونکو اوونیو کې له طالبانو سره په مشروطه محتوا د سولې د هوکړې د احتمال خبر ورکړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *