خبریال: میرویس جلالزی – د جرمني دولت وړاندوینه کړې چې سږ کال به شاوخوا ۸ لکه تنه کډوال په ناقانونه توګه دغه هیواد ته ورشي.
د راپورونو له مخې د دې شمیري پینځمه برخه (۱/۵) به افغانان او پاتي نور به د سوريې، ایریتیریا، عراق، مصر، پاکستان، لیبیا، یمن او نورو ملکونو وي.
د جرمني د حکومت شمیرې ښيي چې یاد هیواد ته د کډوالو په ورتګ کې د روان ۲۰۱۵ کال په لومړیو ۷ میاشتو کې د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۱۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی او دا یو ناورین دی.
د شمیرو له مخې دغه ورتلونکي کډوال د جرمني د ۸۰ ملیونه وګړو یو سلنه جوړوي او د اړوندو ادارو د وړاندوینو خلاف چې ویلي يي وو سږ کال به د لږ تر لږه ۴۵۰۰۰۰ کډوالو وړاندیزونه ثبت کړي دا دی اوس د ۸۰۰۰۰۰ کډوالو د ورتګ لپاره تابیا نیول کیږي.
د جرمني دولت د اروپايي ټولنې له نورو غړو غوښتي چې د کډوالو په منلو کې دې خپل سهم په سمه توګه ادا کړي او ټول بوج باید یوازي په جرمني او فرانسي وا نه چول شي.
له افغانستان څخه هم د سیمې د نورو هیوادونو په پرتله ډیر کسان، چې اکثریت یې ځوانان دي، اروپا ته په خطرناکو لارو د تګ هڅې کوي.
د ملګروملتو د وروستي راپور پر اساس د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یونان ته ۱۶ زره افغان کډوال رسېدلي او دا په داسي حال کې ده چې یو شمیر نور د جرمني، اتریش، فرانسې، سویډن او ډنمارک په ګډون نورو اروپايي هیوادونو ته رسیدلي دي.
له دې ډلې یوازي جرمني اروپايی ټولنې ته د ټولو ورتلونکو کډوالو ۴۰ سلنې ته ځای ورکړی او دا د اروپايي ټولنې د ۲۸ نورو هیوادونو په پرتله تر ټولو ډیر دی.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر ویلي، دا مسله د اروپا د لویو هیوادونو لکه فرانسې، ډنمارک، فنلند او ناروې له مشرانو سره شریکه کړي څو دغه کړکیچ ته یوه مناسبه حللاره وموندل شي.
په همدې حال کې د جرمني مرستیال لومړي وزیر سیګمرګبریل Sigmar Gabriel ویلي دا مناسبه نه ده چې د اروپايي ټولنې نور غړي هیوادونه په متناسب او توافق شوي ډول کډوال یو د بل تر منځ نه سره ویشي.
همدا راز د اروپايي ټولنې د سرحدي ځواکونو یا فرانتیکس ادارې ویلي، یوازي په جولای میاشت کې۱۰۷۰۰۰ کسان اروپايي ټولنې ته د اوبو له لارې ننوتلي او دا شمیر تر بل هر وخت زیات دی.
فرانتیکس ته ویل شوي چې اروپايي ټولنې ته د ناقانونه کډوالو د ورتګ د مخنیوي لپاره باید له ټولو ممکنه لارو چارو کار واخلي او هغه بیړۍ ویجاړي کړي چې په ناقانونه توګه اروپا ته کډوال ور وړي.
فرانتیکس ته ویل شوي چې دا بیړۍ له حرکت دمخه په تمځایونو کې له تلاشۍ وروسته یا وسوځوي او یا یې په بمونو والوزوي.