تاند- د جرمني حکومت نن /جهارشنبه/ اعلان وکړ چې افغانستان ته د رد شویو افغان پناه غوښتونکو بېرته استول محدودوي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویندوی په یوه خبري غونډه کې وویل، حکومت یې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه وروستی راپور وڅېړه او ورته ښکاره شوه چې د افغانستان امنیتي حالت ښه شوی نه دی.
ده وویل، جرمني به تر هغو د رد شویو افغان پناه غوښتونکو د بېرته استولو بهیر پیل نه کړي چې د افغانستان په امنیتي حالت کې بدلون نه وي راغلی.
د جرمني حکومت وروسته له دې چې د مې په میاشت کې د کابل په زنبق څلور لاره کې د ټانکر په وسیله انتحاري حمله وشوه، افغانستان ته د پناه غوښتونکو د بېرته استولو بهیر ودراوه.
مخکې جرمني په څو پیرو کې د هوا له لارې یو شمېر افغانان، چې د جرمني په درې ګونو محکمو کې یې ردېدا تایید شوې وه، افغانستان ته بېرته راولېږل.
په دغه هیواد کې پناه غوښتونکو او د هغو ملاتړو ټولنو څو ځلې افغانستان ته د پناه غوښتونکو د استولو خلاف مظاهرې وکړې.
جرمني په اروپا کې د افغان پناه غوښتونکو تر ټولو ستر کوربه دی.