تاند- له جرمني څخه د رد شویو پناه غوښتونکو دوهمه ډله، چې شمېر یې ۲۶ تنه دی، تېره شپه کابل ته راوسېده.
دا دوهمه ډله افغانان دي چې له جرمني څخه افغانستان ته راستول کېږي.
د جرمني حکومت وايي، هغه افغانان بېرته خپل هیواد ته استوي چې د پناه غوښتنلیکونه یې درې ګونو محکمو رد کړي وي.
شاوخوا ۲۰۰ تنو تېره شپه د جرمني په فرانکفورت هوايي ډګر کې افغانستان ته د رد شویو افغان پناه غوښتونکو د لېږل کېدو په اعتراض کې مظاهره وکړه.
د مظاهرې یوې برخوالې زرمینې ستومان وویل«موږ د افغانستان په شان هیواد ته د خلکو پر جبري استولو اعتراض کوو.»
زرمینه ستومان د مظاهرې تنظیموونکې ده او دا په خپله هم افغانه ده.
جرمني له شاوخوا دوه نیم لکو افغانانو څخه ۱۱ زره ۹۰۰ تنه بېرته افغانستان ته لېږي.
د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان له حکومت سره یې د افغانانو د بېرته استولو موافقه لاسلیک کړې ده.