تاند- جرمني وايي چې نن /چهارشنبه/ به له خپلې خاورې د رد شویو افغان پناه غوښتونکو لومړۍ ډله افغانستان ته ولېږي.

ټاکل شوې ده چې ۵۰ تنه په یوه چارتر الوتکه کې د جرمني چارواکو په وینا له افغانستان سره د شوې موافقې پر اساس خپل هیواد ته واستول شي.

د جرمني شپېګل مجله د دغه هیواد د چارواکو په قول وايي چې د دغو افغانانو د پناه غوښتنلیکونو د جرمني درې ګونو محکمو رد کړي دي.

مجلې د چارواکو نومونه نه دي یاد کړي ځکه چې هغوی نه غوښتل چې نومونه یې څرګند شي.

مجله وايي چې سږ او تېر کال له افغانستان، منځني ختیځ، افریقا او نورو هیوادونو تر یو ملیون زیات پناه غوښتونکي جرمني ته ورغلي او د کډوالو ورتګ په جرمني کې د (متبادل جرمني ګوند) د پیاوړتیا سبب شوی دی.

دا ګوند د پناه غوښتونکو سخت مخالف دی.

د جرمني د مهاجرت فدرالي اداره وايي چې په روان ۲۰۱۶ م کال کې افغانان له سوریه والو وروسته جرمني ته په ورغلیو پناه غوښتونکو کې تر ټولو زیات دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت تایید کړه چې یو شمېر افغانان به سږ کال بېرته افغانستان ته واستول شي خو دا یې ونه ویل چې کله به استول کېږي.

د جرمني چارواکي وايي چې د پناه غوښتونکو تر استولو مخکې د هغو د شمېر او د استولو د نېټې په اړه څه نه وايي.

One thought on “جرمني د رد شویو افغان پناه غوښتونکو لومړۍ ډله نن افغانستان ته رالېږي”
  1. ښه شوه چې بېرته یې ولیږي داد ارامي زامن خو نه دین لري نه افغانیت ، شراب خوري او بیا په نجونو جنسي تېری کوي ، تف لانت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *