تاند- په افغانستان کې د جرمني سفارت د افغانانو لپاره د ماسترۍ ۱۵ سکالرشیپونه ورکړل.
د جرمني د سفارت له معلوماتو سره سم دا سکالرشيپونه به د کابل، بلخ، بامیان او شبرغان پوهنتونونو استادانو او د کانونو وزارت کارکوونکو ته ورکول شوي دي.
دوی به د جرمني په (Bergakademie Freiberg) تخنیکي پوهنتون کې د دوو کلونو په مخه د جیالوجۍ په برخه کې ماستري وکړي او وروسته به بېرته خپلو لومړنیو دندو ته ستنېږي.
جرمني وايي چې دا سکالرشیپونه په افغانستان کې د کانونو د استخراج په برخه کې د افغانانو د ظرفیت د لوړولو په لړ کې ورکول کېږي.
جرمني ته د روانېدو په مهال د ماسترۍ د دورې له افغان محصلانو سره د خدای پامانۍ په غونډه کې د جرمني سفیر وویل چې د کانونو په ګټور سیکتور کې د افغانستان حکومت ډېر کارونه کړي خو لا هم په ځانګړي ډول ډېرو نورو کارونو ته اړتیا ده.