تاند، پنجشنبه، د حوت ۱۵مه: د جرمني د باندنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې طالبان باید پر افغان ځواکونو خپل بریدونه ودروي.
هایکو ماس په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې دا خبره یې د هیواد پارلمان ته په وینا هکې هم کړې چې طالبان باید ژر تر ژره پر افغان ځواکونو بریدونه ودروي.
نوموړي دا کار ډېر مهم دی چې نړویاله ټولنه باید افغانستان په اوس وخت کې یوازې پرېنږدي.
ښاغلي هایکو ماس همدا راز ټینګار کړی چې جرمني به د ناټو په چوکاټ کې خپل ماموریت ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېرو دریو ورځو کې پر افغان ځواکونو ۷۶ بریدونه کړي دي.
د طالبانو د بریدونو په زیاتوالي تر دې وړاندې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت، د اروپايي ټولنې استازي او ملګرو ملتونو هم نیوکه کړې وه او ژر تر ژره یې په افغانستان کې د تشدد د کموالي غوښتنه کړې وه.
.
د طالبانو د پاره ډیر د تعجب ، شرم او ذلت خبره ده چه د افغانستان د غم ځپلی ملت غوښتنه چه اوربند دی نه یی منی ، د خارجی هیوادونو د مشرانو نصیحت هم نه منی چه د خپل ملت د وژنی نه باید لاس واخلی ، تر څو د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت او طالبانو تر منځ خبرو ته زمینه برابره شی .
نه د افغانستان د ملت منی او نه هم د جهانیانو ، ضرور به یی منی ، هرومرو به اوربند منی .