تاند- د جرمني د اودي کمپنۍ له لوري جوړ شوي هوايي ټکسيان به د دغه هیواد په اینګولشتات ښار کې وازمویل شي.

دا پروژه، چې (Pop.Up) نومول شوې د ایربس کمپنۍ په مرسته اجرا کېږي، چې د نړۍ د الوتکو جوړولو یوه ستره کمپنۍ ده.

د جرمني د ترانسپورت وزیر ویلي چې په ترانسپورتي صنعت کې تغییر او پرمختګ د هوايي ټکسیانو لپاره د پراختیا لار هواره کړې ده.

تر دې وړاندې څو نورو کمپنیو هم هوايي ټکسیان ازمویلي او اعلان کړی چې ژر به د ښارونو فضا الوتونکي موټر ونیسي.

په دغو کمپینو کې یوه هم اوبر کمپنۍ ده چې په دې ډول ټکسي موټرو یې چټک کار روان دی.

خو لومړنی هوايي یا الوتونکی ټکسي تېر کال ولیکوپتر (Volicopter) کمپنۍپه دوبۍ کې وازمایه.

دا ټکسي یا الوتونکې نقلیه وسیله ۱۸ الیکتریکي څرخونه لري.

ولیکوپتر ۳۰ دقیقې الوتلی شي او په یو ساعت کې یې ډېر تر ډېره سرعت۱۰۰ کیلو مترو ته رسېږي.

د دې الوتونکي ټکسي لومړنۍ نمونه په نژدې ۲ ساعتونو کې چارج شوه خو د هغې جوړوونکي وايي چې نور ماډلونه به یې تر دې ژر چارجېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *