تاند- د جرمني حکومت غواړي چې له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو پروګرام یو کال وځنډوي.

جرمني دا پرېکړه وروسته له دې وکړه چې طالبانو کندوز ښار ونیوه.

د راپورونو له مخې، د جرمني دفاع وزیر او نور چارواکي غواړي چې په لومړي پړاو کې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د ماموریت د اوږدولو په اړه پرېکړه وکړي او بیا د ناټو د دفاع وزیرانو په راتلونکې غونډه کې د جرمني دفاع وزیر اورزلا فون دیرلین وړاندیز وکړي چې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت نه یوازې تمدید شي بلکې پیاوړی هم شي.

که څه هم په راپور کې نه دي ویل شوي چې د ناټو د ماموریت له پیاوړتیا څخه منظور څه دی خو داسي ښکاري چې که د کندوز په شان حملې ډېرې شي، ممکن ناټو افغانستان ته نور پوځیان راولېږي.

د ناټو چارواکي وايي چې له دغو حملو ورته څرګنده شوه چې که دوی ټول پوځیان هم وباسي طالبان له جګړې لاس نه اخلي.

د جرمني پوځیان چې په مزارشریف کې ځای پر ځای دي، له مخکیني مهالوېش سره سم په ۲۰۱۶ م کال له افغانستانه وځي، خو د کندوز وروستیو پېښو د جرمني نظر بدل کړی دی.

له بلې خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایې، لا هم په کندز ښار کې تصفیوي عملیات دوام لري او هڅه کیږي څو دا ښار له پوځي حالته را وایستل شي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي نن/ شنبې/ خبریالانو ته وویل چې پنځه سوه د ملي اردو تازه دمه سرتیري په دغه ولایت کې له امنیتي ځواکونو سره یو ځای شوي دي.

2 thoughts on “جرمني له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو پروګرام ځنډوي”
  1. يا ربه ولى دروغ وايي دجرمنى نظاميان تراوسه تفاهم ندى رسيدلى په دوو دلو ويشل شوى دالمان صدراعظمى وويل چى دى له اوباماسره تماس نيولى كه امريكايان پاتي كيژى دوى به هم پاتشي مگر په تنهاى صورت نشى پاتي كيدلى

  2. مونږ یې پروا نلرو مونږ خپله ازادي له هغه پورې غواړو چې اشغاګر ورک او نور مخبر بېکاره یې زمونږ هېواد پرېږدي او مونږ بيا دې ته تيار يو لکه پخوا چې ۲۵۰ کاله صليبي جنګونو دوام وکه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *