تاند- د جرمني د یوې معتبرې ورځپاڼې د راپور له مخې، دا هیواد به نژدې ۴۰ زره افغان پناه غوښتونکي افغانستان ته بېرته ولېږي.

بیلد ورځپاڼې نن /شنبه/ راپور ورکړ چې د افغانستان او جرمني د حکومتونو ترمنځ د موافقې له لاسلیکېدو وروسته جرمني په لومړي ګام کې هغه افغان پناه غوښتونکي بېرته خپل هیواد ته استوي چې د پناه غوښتنلیکونه یې درې ځلې رد شوي وي.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، جرمني رد شوي افغان پناه غوښتونکي په چارتر الوتکو کې افغانستان ته لېږي.

سره له دې چې افغانان تر ډېرو نورو پناه غوښتونکو د پناه زیات مستحق دي ځکه چې د افغانستان امنیتي وضعیت له سوریې پرته تر بل هیڅ هیواد ښه نه دي، خو په ډېرو اروپايي هیوادونو کې شکایت کېږي چې اکثره افغانان نالوستي دي، په ابتدايي مسلو نه پوهېږي او ژر په ټولنه کې نه جذبېږي یعني د هغې ټولنې له عاداتو او کلتور سره په اسانه نه بلدېږي چې پناه پکې اخلي.

په جرمني کې ۷۹ زره ۴۴۹ تنو افغانانو د پناه غوښتنه کړې ده. پ دې شمېر کې د ۴۰ زره تنو د بېرته استولو معنا دا ده چې جرمني نیمايي افغانان بېرته خپل هیواد ته لېږي.

د جرمني د حکومت له شمېرو سره سم یوازې په تېره اګست میاشت کې د بېلابېلو هیوادونو تر ۵۷ زرو زیاتو کسانو په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *