تاند- د جرمني د کورنیو چارو وزیر (Thomas de Maiziere) وايي چې په جرمني کې اکثره دېره افغان پناه غوښتونکي به بېرته خپل هیواد ته واستول شي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر نن په ډېرو برخو کې د کډوالو په تړاو د جرمني په پالیسۍ کې د بدلون اعلان وکړ، ویې ویل چې افغان کډوال به بېرته خپل هیواد ته واستول شي.
ده د افغانانو د بېرته لېږلو دلیل دا وباله چې د افغانستان ډېرې برخې امن او خوندي دي او افغانان د ده په وینا هلته تللی شي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر وویل له همدې کبله به د اکثرو افغانانو د پناه غوښتنلیکونه رد کړای شي.
ده زیاته کړه، جرمني به د افغانستان له حکومت سره د پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو په برخه کې په ګډه کار وکړي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر د اتریش له لوري جرمني ته د کډوالو د لېږلو په باب د دغه هیواد پر اقدام نارضایتي وښوده.
سږ کال جرمني او نورو اروپايي هیوادونو ته په لکونو افغانانو، سوریه والو او عراقیانو پناه وړې چې تر ټولو ډېر یې جرمني ته تللي دي.