تاند- جرمني وايي، یو افغان یې، چې د جرمني تابعیت هم لري، ایران ته د جاسوسۍ په شک نیولی دی.
د جرمني فدرالي څارنوال وویل، نیول شوی افغان عبدالحمید. ایس نومېږي، ۵۰ کلن دی او د جرمني په پوځ کې یې خدمت کاوه.
د څارنوال په وینا عبدالحمید ایس د جرمني د لوېدیځ په راینلند کې نیول شوی دی.
د جرمني فدرالي څارنوالۍ ویلي چې عبدالحمید ایس د دغه هیواد د پوځ د ژباړن او کلتوري سلاکار په توګه کار کاوه او ګومان کېږي چې د کار په موده کې یې د ایران له یوې استخباراتي ادارې سره تماس درلود.
د جرمني شپېګل مجلې لیکلي چې عبدالحمید له کلونو راهیسې د ایران لپاره جاسوسي کوله او د جرمني د افغانستان د پوځي ماموریت حساس او درجه بندي شوي معلومات یې لیدلی شوای.
ایران تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
ایران پر جاسوسۍ ډېرې پیسې لګوي. تر دې پخوا هم په ځلونو په اروپايي هیوادونو کې ایراني جاسوسان نیول شوي دي.