خبریالل: میرویس جلالزي – د جرمني حکومت ویلي چې د افغان کډوالو پر وړاندي یې په دریځ کې بدلون نه راځي او نه یوازي دا چې پولې به یې پر مخ تړلي وساتل شي بلکې د هغوی د اجباري ایستلو پروسه به هم روانه وي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیرې وویل، دوی به د نورو کډوالو او افغانانو ترمنځ یو مهم توپیر په پام کې وساتي او هغه به دا وي چې خلافکار افغانان به ژر تر ژره خپل هیواد ته وشړي لیکن د سوريې او هغو ملکونو له کډوالو سره به، چې په هیوادونو کې یې کورنۍ جګړه ده دا پالیسي بل شان وي.
دیمیزیر وايي افغانستان کې کورنۍ جګړه نه بلکې په سوریه کې کورنۍ جګړه روانه ده او هغه سوریه یی وګړي چې دغلته تیروتني او جرمونه وکړي خپل پلرني ټاټوبي ته به یې وانستوي ځکه هلته امن نه شته.
دیمیزیرې د جرمني شپیګل خپرونې ته دا څرګندونې څو وروځي وروسته تر هغه وکړې چې نوموړي په جرمني کې د تروریستي بریدونو د مخنیوي لپاره یو لړ خاص تدابیر وضع کړل.
په دغو تدابیرو کې د هغو کډوالو بې قید او شرطه شړل شامل ول چې د ترهګریزو بریدونو په تړاو او یا شک نیول کیږي.
ښاغلي دیمیزیر وویل چې جرمنيي سرتیري او پولیس له افغان همکارانو سره د افغانستان په خوندي کولو بوخت دي او جرمني نه شي کولای هغه ځوان افغانان ومني چې د ښې راتلونکي په پلمه خپل هیواد پریږدي او په ناقانونه لارو دغه هیواد ته راځي.
دیمیزیر زیاته کړه چې سوريه او افغانستان توپیر لري او په افغانستان کې داسي امن سیمې شته چې هلته دغه کډوال افغانان کولای شي آرام ژوند وکړي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر دغه څرګندوني په داسي حال کې خپریږي چې په تیره یوه اونۍ کې په هلمند او بغلان کې دوه مهمي ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لویدلي او په زرهاوو خلک له خپلو کورونو تښتیدلي دي.
ډیر ښه کوی!
لایق یی دی