تاند- د جرمني (GIZ) موسسې نن /پنجشنبه/ وویل، د جرمني حکومت په افغانستان کې د ۶ اعشاریه ۴۴ ملیارد افغانیو پانګونه کوي.

د جي آی زیډ یا (Deutsche Gesellschaft fuer Internationale Zusammenarbeit) موسسې له خبرپاڼې سره سم، د افغانستان حکومت او د جرمني (KfW) پرمختیايی بانک یوه موافقه لاسلیک کړه چې پر اساس یې جرمني د افغانستان دولت ته ۶ اعشاریه ۴۴ ملیارد افغانۍ ورکوي.

دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د یوې نسبتاً لویې پانګونې ارقام په افغانیو اعلانېږي.

په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې دا پیسې د افغانستان د بیارغونې بسپنې ته ځانګړي شوي چې نړیوال بانک یې اداره کوي.

له ۲۰۰۲ څخه، چې دا بسپنه یا صندوق جوړ شوی، جرمني ورسره نژدې ۴۷ ملیارد افغانۍ مرسته کړې ده.

د افغانستان حکومت به دا پیسې پر ښې حکومتولۍ، کرنې، کلیوالي پراختیا، بنسټونو او همداراز د بشري او ټولنیز پرمختګ پر چارو ولګوي.

یوازې په ۲۰۱۶ م کال ۹ ملیونه او ۳ لکه افغانانو له دې ډول پروژو ګټه واخیسته.

د جي آی زیډ موسسې له خبرپاڼې سره سم، شاوخوا ۳ اعشاریه ۲۲ ملیارد افغانۍ به هغې پروژې ته ځانګړي شي چې هدف یې د بېوزلۍ کمول، د ښاریځو (اتباعو) ملاتړ، او ټولو افغانانو ته د عامه خدماتو د وړاندې کولو له لارې د افغان حکومت د باور زیاتول دي.

دا پروژه (Citizens’ Charter Afghanistan Project) نومېږي.

One thought on “جرمني په افغانستان کې د څه باندې ۶ ملیارد افغانیو پانګونه کوي”
  1. جرمنی صرف په شمال د افغانستان کې کار کوی چې دا خپل یو تعصب دی او تعصب ته لار هموارول دی، ولی خبرپاڼې دا مسئله نه څیړی؟ او بل دا چې د جرمنی مرستې د مالیې وزارت له طریقه یا د افغانستان په مالی سیستم نه کیږی نو په ملی بودیجه کې نه ښودل کیږی چې همدا سبب شوی چې په پرمختګ کې نا ان‌‌‌‌‌‌ډولی وشی… پتې د نه وی چې خپله پښتنه هم سبب شوی چې ددوی په ساحو کې د اختیاری بودیجې [دولت پیسو] پرمختیایی پروژې عملی شی، ځکه ټوله ورځ په تباهی، مرګ، او جنګ کې جنت لټوی چې د افسوس خبره ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *